اشرف غني په ارګ کې کلیسا جوړوي

کابل ټکی کام(چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): اشرف غني د خپلې مېرمنې رولا غني په ډېر ټینګار دې ته اړ شوی، چې د ملت له بودیجې پنځه میلیونه ډالر په ارګ کې د کلیسا جوړولو لپاره ورکړي.
اریانا نیوز وېبپاڼې لیکلي، چې ولسمشر غني ته نږدې سرچینو ورته ویلي، رولا غني پر اشرف غني ډېر فشار راوړی، چې د نوموړې د عبادت لپاره ورته یوه کلیسا په ارګ کې جوړه کړي.
وېبپاڼه لیکي، پر دغه کلیسا به ۵میلیونه ډالر لګښت راشي، چې «کوچنۍ خو مجلله به وي.»
په ارګ کې جوړېدونکې کلیسا د جوړولو تړون له یوه لبناني شرکت سره شوی او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې کار پای ته ورسېږي.
د ولسمشر غني مېرمن رولا غني«بي بي ګل» د عیسوي دین پیروه ده، چې له اشرف غني سره د ګډ ژوند په څو لسیزو کې تراوسه په خپل مذهب پاتې ده.
له دې وړاندې هم پر نوموړې تور لګیدلی و، چې په افغانستان کې عیسویت ته کار کوي او د ښځو د حقونو په نامه میلیونونه ډالر د ملت له بودیجې اخلي.
که چېرې په ارګ کې کلیسا جوړه شي؛ نو دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د امریکا له راتګ وروسته په ښکاره کلیسا جوړېږي.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه وو، چې د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې په پټه ځینې کلیساوې شته او هغه خلک ورته راځي، چې اسلام یې پرېښی او عیسویان شوي دي.
د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د عبدالرحمن په نامه یو افغان د عیسویت دعوه وکړه؛ خو د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په امر ایټالیې ته ولېږدول شو او په افغانستان کې محکمه نه شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button