روغتيا وزارت د بې کيفيته او ناقانونه درملو واردونکي شرکتونه تړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۹) د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې لا هم په ګڼ شمېر کې د بې کيفيته او ناقانونه درملو واردونکي شرکتونه شته، چې ډېر ژر به وتړل شي.

د روغتيا وزير فيروزالدين فيرزو وايي، اوس مهال په ګڼ شمېر کې د درملو واردونکي شرکتونه فعاليت کوي، چې ډيری يې ناقانونه او غير معياري دي.

نوموړي د درملو په برخه کې د يوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه او زياته يې کړه، په افغانستان کې يوه داسې مرجع يا ماشينونه نشته چې د واردونکو درملو ښه والی او خرابوالی ثابت کړي. په وينا، په دې برخه کې يوه پرمختللي مرکز ته اړتيا ده څو معياري او غير معياري درمل معلوم کړي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د درملو واردونکي ۸۰۰ شرکتونه فعاليت کوي، د ډېرو شرکتونو د کيفيت په اړه ګڼې پوښتنې شته چې د څارنې لپاره به يې اقدامات پيل شي.

د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه شکايتونه کېږي، چې شرکتونه د کم کيفيته درملو واردات کوي چې د ډېرو ناروغانو وضعيت يې لاپسې خراب کړی دی.

که څه هم دوه مياشتې مخکې د درملو د تنظيم او روغتيايي محصولاتو ملي ادارې اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې ۱۱۹۳ د درمل واردونکي شرکتونو فعاليت درلود چې له ډلې يې د ۸۱۷ شرکتونه فعاليتونه بند شول او د ۱۱۳ بهرنيو شرکتونو فعاليتونه يې ودرول.

خو اوس هم ځينې هېوادوال له کم کيفيته درملو له شتونه شکايت کوي وايي لا هم يو شمېر شرکتونه ټيټ کيفته درمل هېواد ته واردوي چې حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی او دغې چارې خلک اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button