غني عطاء نور ته: د افغانستان دولت شخصي او ميراثي نه دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲۹) افغان ولسمشر اشرف غني د بلخ والي او د جمعيت اسلامي اجراييه ريي عطاءمحمد نور وروستيو څرګندونو ته په اشارې ويلي، د افغانستان دولت شخصي او ميراثي نه دی.
ولسمشر غني چې د امنيت ملي د معاونانو شورا په غونډه کې يې خبرې کولې د عطاء نور د لرې کولو او د هغه د وروستيو څرګندونو په اړه په اشارې سره وويل، چې د افغانستان دولت شخصي او يا ميراثي نه دی.
هغه وويل، د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه دا حق نه لري چې د هيڅ يوه ګوند پورې ځان وتړي او يا په سياسي غونډو کې ګډون وکړي.
ولسمشرۍ ماڼې وړمه ورځ د بلخ ولايت له مقام څخه د عطاء نور د استعفا د منلو اعلاميه خپره کړه، خو عطاء نور د ولايت دندې پرښودل رد کړل او ويې ويل چې دغه استعفی يې څو مياشتې مخکې له ارګ سره د يوه تړون له مخې کړې وه، اوس چې تړون نه دی شوی نو استعفی ته هم حاضر نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي اردو ډیری سرتيري د تاجک قوم څخه دي او زيات يې د شمالي اييتلاف او د جمعيت ګوند پورې تړلي خلک دي.
پرون د جمعيت اسلامي ګوند له لوري هم د ولسمشر غني پريکړه يو اړخيزه او غير اخلاقي وبلل شوه او ويل کېږي چې د بهرنيو چارو وزيرا صلا ح الدين رباني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم په دې اړه يو لړ مشورې کړي، خو تر اوسه يې په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.
جمعيت اسلامي په يوه خبرپاڼه کې له حکومته غوښتي چې ښاغلی نور د ملي يووالي حکومت په تشکيل کې يو له مهمو خواوو څخه دی او که ولسمشرۍ ماڼۍ خپله پرېکړه بېرته وانخلي نو د خلکو د حقونو د دفاع لپاره به له هر غوراوي کار واخلي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ښاغلی نور به د بلخ ولايت په مقام پاتې شي او که نه، خو نوموړي په افغانستان کې ميشت له بهرنيو ځواکونو غوښتي څو په دې اړه بې پرې پاتې شي.



