پروان: بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۹) بهرنيو ځواکونو د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي، چې پرمهال يې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، بهرني او افغان ځواکونه وړمه شپه د يادې ولسوالۍ د جان قدم په کلي کې د عامو خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي يو تن يې وژلی او دوه تنه نور ټپيان دي.
د دوی په وينا، ګډو ځواکونو په کورونو کې تالاشي کړې يو شمېر قيمتي شيان يې وړي او ځينې کليوال يې وهلي دي.
د جان قدم کلي اوسېدونکو نن د والي د دفتر مخې ته د وژل شوي تن جسد راوړی و او له چارواکو يې د دغه پېښې د پلټنې په اړه غوښتنه کوله.
د پروان والي محمد عاصم د عملياتو په اړه بې خبري ښودلې وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته امريکا په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د واکونو پراخولو اعلان وکړ چې وروسره د هغوی شپنۍ چاپې او هوايي بريدونه هم زيات شول.
تر ډېره د افغان او بهرنيو ځواکونو په شپنيو چاپو او هوايي بريدونو کې ملکي کسان په نښه کېږي، چې ورسره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما د ملکي مرګ ژوبلې په زياتېدو اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل چې د بهرنيو ځواکونو په زياتېدونکو هوايي بریدونو او عملياتو سره د ملکيانو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.



