هلمند: طالبانو يوه پوسته او درې سنګوري اربکيان نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۹) تېره شپه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو (سنګوري اربکيانو) په نامه په پوسته بريد کړی او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه بريد بيګا ماښام د یادې ولسوالۍ مربوط د ترابي هوټل په سيمه کې شوی دی.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپانه کې راغلي، د جګړې په ترڅ کې نهه سنګوري اربکيان وژل شوي او درې نور هغوی ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د جګړې په پايله کې طالبانو نهه ميله سپکه او درنه وسله يو هاوان نيولي او د هغوی يو سراچه موټر او دوه موټرسيکلونه سوځول شوي دي.

يوې امنیتي سرچينې د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، يو شمير سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې نور لادرکه دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو له جګړې وروسته د سيمه ييزو پوليسو پوسته او ځينې نور نقليه وسايط سوځولي دي.

تر اوسه په دې اړه د هلمند چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button