امریکا: که د قدس په مسئله کې زموږ دپریکړې پرضد چا رایه وکاروله نومونه یې ثبتوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۸ فرید افغان)
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ګواښ کړی چې که سبا د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې، هر هیواد د بیت المقدس پر وړاندې د امریکا د پریکړې پرضد رایه وکاروله نومونه به یې یادداشت او ولسمشر ټرامپ ته به یې وښیي.
هیلي داسې مهال دا اعلان کوي چې څو ورځې وړاندې د امنیت شورا ته د مصر له خوا یوه مسوده چې ترکیې چمتو کړې وه وړاندې شوه چې په کې د امریکایي ولسمشر پریکړه غیرقانوني بلل شوې وه .
د یادې مسودې په تړاو رای اچونه وشوه چې د امنیت شورا ۱۴ دایم او غیر دایم غړو مثبته رایه ورکړه خو یواځې امریکا ویتو کړه.
امریکایي سفیرې هیلي په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی چې ‹‹ د رای اچونې پرمهال متوجه اوسئ چې زموږ ولسمشر به ستاسو مثبته او منفي رایې ته دشخصي موضوع په سترګه وګوري .
ماته لارښوونه شوې ترڅو ستاسو د رایو یادداشت ونیسم او ټرمپ ته یې د راپور په توګه وښییم››
د یادونې وړ ده چې امریکا داسې مهال د قدس پر وړاندې پر نړیوالو ویره اچوي چې تیره ورځ یوې اسرایلي ورځپاڼې ویلي و، چې امریکا او اسرایل نړیوالو یواځې پریښودل او د امنیت شورا رای اچونې وښوده چې امریکا څومره منزوي شوې ده.
بل پلو د اروپایي اتحادیې مشرې میرمن تیرازمې ټرمپ ته تلیفون کړی او دقدس په مسئله یې ورسره خپله اندیښنه شریکه کړې.
د یادونې وړ ده چې د امنیت په شورا کې امریکا هغه مهال سخته وننګول شوه چې اصلي متحدینو یې ( انگلیستان، فرانسه، ایتالیا، جاپن او اوکراین ) د امریکا دپریکړې پرضد رایه وکاروله



