نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۶ میلون دالر مرسته کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۸ فرید افغان)

د مالیې وزارت وایي چې نړیوال بانک ورسره ژمنه کړې چې دهغو ژمنو په خاطر چې ترډیره یې عملي بڼه خپله کړې د ۴۶ میلون دالرو مرستې د ورکولو وعده کړې ده.
د مالیې وزارت ویانداجمل حميد عبدالرحيم‌ زي ویلي؛ د مالیې وزارت د نړیوال بانک سره د عوایدو د اصلاحاتو په برخه کې ژمنه کړې وه چې اوس تر ډیره دا اصلاحات راغلي دي.
نوموړي ویلي چې دا مرسته د تشویق او هڅونې په موخه کیږي تر څو لا د سیستم په ښه جوړښت کې لاسته راوړنې ولرو.
نوموړي ویلي دا پیسې به د مالیې وزارت له لوري د لا زیاتو اصلاحاتو په موخه د دولت په اولویتونو کې ولګول شي.
مالیې وزارت ته داسې مهال داپیسې ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې د دې وزارت په مشرتابه تور پورې شوی و چې د پولیسو د میاشتنیو تنخواوو ۲۰۰ میلونه دالر ترې حیف میل شوي.
د مالیې پر وزارت همداراز تور دی چې د دولت لسګونه میلیارد افغانۍ یې د ارګ زرګونو بیکاره چارواکو ته ځانګړې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button