چارواکي: د بدخشان د نهو ولسواليو په ۷۰ سلنه خاوره طالبان حاکميت لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۹) د بدخشان چارواکي وايي، په دې وروستيو کې طالبانو د خپلو فعاليتونو ساحه پراخه کړې او اوس مهال طالبان د دغه ولايت د ۹ ولسواليو په اويا سلنه خاوره حاکميت لري.

د ولايتي شورا رييس بشير صميم رسنيو ته ويلي، دا مهال د دغه ولايت دوه ولسوالۍ وردوج او یمګان په مکمله توګه له طالبانو سره دي او له اوو ولسواليو څخه يې خپل نظامي فعاليتونه ۱۱ ولسواليو ته غزولي دي.

نوموړی وايي، د دغه ولايت له شلو ولسواليو څخه د ۹ ولسواليو اويا سلنه خاوره باندې طالبان حاکميت لري او لا د سيمو د پراخوالي په هڅه کې دي.

د راپورونو له مخې، د بدخشان دوه ولسوالۍ یمګان او وردوج له تېرو درې کلونو راهيسې طالبانو نيولي دي.

په عين حال کې د بدخشان والي وايي، په ولايت کې ميشت ځواکونه د هغو سيمو د ازادولو لپاره کافي نه دي چې طالبانو نيولي او له حکومته د نورو ځواکونو د وراستولو غوښتنه کوي.

طالبانو له تېرو څو کلونو راهيسې په شمالي ولایتونو په تېره بيا په بدخشان کې خپل نظامي فعاليتونه او په دولتي ځواکونو وسله وال بریدونه ډېر کړي، چې وخت ناوخت د طالبانو له لوري د ځينو سيمو د نيولو راپورونه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اوونۍ وړاندې طالبانو د بدخشان ولايت د نظامي طالبانو يو ځانګړی ويډيويي فلم نشر کړ او پکې ښکاري چې له دولتي ځواکونو څخه په نيولو رينجرو او موټرو کې په بازارونو کې ګرځي.

په ويډيو کې د طالبانو له لوري د بدخشان له والي ښاغلي فصيح الدين او یو شمېر ځايي اوسېدونکو سره مرکې شوي چې عام خلک د طالبانو له فعاليتونو او کړنو څخه پکې خوښي څرګندوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button