کندز: د طالبانو په بريد کې یوولس اربکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۹) د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه کړي، چې چارواکي وايي دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز د امنيې قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني د دغو بریدونو د تاييد تر څنګ وويل، د طالبانو په بريد کې اووه تنه اربکيان (سيمه ييز پوليس) وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه وايي، د اربکيانو د مرستې لپاره سيمې ته د ملي اردو عسکر ورغلي چې په هغوی هم جګړه شوې او پنځه تنه پکې ټپيان شوي دي.
امنيه قومندان وايي، په دغو نښتو پنځلس طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: د دشت ارچي ولسوالۍ په اديسي سيمه کې له اربکيانو دوه پوستې نيولي، د قومندان شيراغا او حامد په ګډون يوولس اربکيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
طالبان وايي، له پوستو څخه يې يوه اندازه وسلې، مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.



