افغانستان د افغانانو لپاره خطرناک هېواد شو

سرليکنه
څلورلسيزې دمخه به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ د اروپايي هېوادنو سيلانيان، د لرغونو اثارو څېړونکي او د بودايي مذهب هغه پيروان چې د بودايي دين په اړه به یې تاريخ ليکه، افغانستان ته راتلل، او د باميانو له سفره وروسته به یې د ننګرهاراو نورو ولاياتو سفرونه کول.
په افغانستان کې دمخه هم د وارداتو په پرتله صادرات کم وو. د عوايدو يوه برخه به له سيلانيانو پوره کېده چې په درسته اروپا کې افغانستان د سيل او لرغونو اثار نوم ګټلی و.
هغه وخت په افغانستان کې د افغانانواو هم د بهرنيانو ژوند خوندي و او هر ډول اسانيتاوې ورته موجودې وې. خو اوس، په افغانستان کې د بهرنيانو له پوځي مرکزونو سیمټي دېوالونه او اغزن تارونه تاو دي، د بهرنيانو څوکيداري افغان ځواکونه کوي؛ خو د افغان ولسي وګړو ژوند په خطر کې دی – په لارو، بازراونو، کورونو، جوماتونو، زيارتونو او د ودونو په محفلونو کې افغانان خوندي نه دي، نيول کېږي، وژل کېږي او يا ترې تم کېږي.
د بې پولې راپور ورکوونکو ټولنې (آر ايس ايف) په خپل راپور کې ويلي: سږ کال په افغانستان کې نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي، چې افغانستان هم په هغه څلورو خطرناکو هېوادونو کې وشمېرل شو چې د خبريالانو ژوند پکې خوندې نه دی او د خپلو دندو پر مهال وژل کېږي.
آر ایس ایف په خپل کلني راپور کې وايي: سږ کال په سوریه کې دولس، په مکسیکو کې یوولس، په افغانستان کې نهه او په عراق کې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
په کوم هېواد کې چې حکومتي چارواکي د ولسي وګړو د ژوند د خونديتوب توان نه لري، هلته د هيچا ژوند خوندي نه پاتې کېږي.
يادې ټولنې خو يواځې په افغانستان کې د خبريالانو په اړه ويلي چې د بېلابېلو رسنيو نهه تنه خبريالان په روان کال کې وژل شوي دي، هغه ولسي وګړي چې د وژل شویو او ژوبلو شمېر یې زرګونو ته رسېږي، د هغې حساب خو یې نه دى کړی. که د ولسي وګړو د وژنو حساب یې کړی وای او دا یې هم ويلي وای چې د بهرنيو او داخلي پوځونو په عملياتو او هوايي بمباريو کې ولسي وګړي وژل شوي دي، بيا خو موجوده حکومت په نړيواله کچه لکه څرنګه چې په اداري فساد کې وشمېرل شو، د خپلو اتباعو په وژلو کې به هم لومړى شمېرل شوى واى.
په افغانستان کې چې په مرکز او د نورو ولاياتو په ښاري خوندي ځايونو کې نهه خبريالان وژل شوي دي او حکومت د خبريالانو لپاره د خونديتوب ټولنه هم جوړه کړې ده، بيا هم خبريالان خوندي نه دي، نو په لیرو پرتو سيمو کې چې هره ورځ پرې بهرني او داخلي هوايي پوځونه بمبار کوي، افغانان به څرنګه خوندي پاتې شي؟ ځکه خو ويلاى شو چې افغانستان د افغانانو لپاره خطرناک هېواد شو.
د يادې تولنې په کلني راپور کې ويل شوي چې په روان ۲۰۱۷ زيږديز کال کې په نړۍ کې ۶۵ خبریالان وژل شوي او ۳۲۶ نور بندیان شوي دي. زيږديز په ټوله نړۍ کې د خبريالانو لپاره وژونکی کال ؤ چې افغانستان هم د خبريالانو لپاره وژونکى هيواد ياد کړل شو.
.په افغانستان کې دا مهال نږدې ٧٥٠ په اعدام محکوم شوي زندانيان د بند نامعلومه موده په زندان کې تېروي. که يو انسان ازاد وي او که بندي، خو حکومت یې بايد په اړه له جرمه زيات سزا نه کړي. که په زندان کې اعدام ته انتظار زندانيان اعدام شي نو هم به یې بند تېر کړی وي او هم به د اعدام حکم پری جاري شي چې په دې صورت کې دوه سزاوو تېرولو سره هم افغانستان افغانانو ته زيات خطرناک شو.



