پاکستان افغانستان ته تقلبي لبنیات وارد کړي دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۹ فرید افغان)
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د مرستیال دفتر په رسمي توګه خبرداری ورکړی چې د پاکستاني لبنیاتو په ځانګړي توګه د شیدو او پنیر څخه دې جداً ډډه وشي.
په هغه مکتوب کې چې ټولو امنیتي ادارو ته استول شوی ویل شوي، چې پاکستان دوه ډوله لبنیات چې په مسمومیدونکو توکو لړل شوي افغانستان ته را لیږلې دي.
دا چې افغان امنیتي ادارې هم تر ډیره پاکستاني محصولات کاروي نو له همدې کبله د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لوی مدیریت په حکومت کې له ټولو پوځي او ملکي کارمندانو غوښتی ترڅو له پاکستاني لبنیاتو ډډه وکړي .
د اعلامیه ترمخه؛ دا محصولات د بالغو کسانو په دماغي توازن منفي اثر کوي او ماشومان په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان پوځي استخباراتو ادارې د لبنیاتو د مشهورو کمپنیو په ادرس جعلي کمپنۍ جوړه کړې او غواړي له دې طریقه خپل محصولات افغان پوځ ته ولیږدوي.
بل پلو افغان عسکر هم له حکومت غواړي چې دپاکستاني محصولاتو پرځای له نړیوالو کره محصولاتو څخه استفاده وشي



