ملي پرمختګ ټولنې ژمني توکي په اړمنو هېواد والو وه وېشل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲)

ملي پرمختګ اجتماعي ټولنې را ټول شوي ژمني توکي په اړمنو هېوادوالو وويشل. دغه کمپاين چې د يوې اونۍ راهيسې د کابل په بېلا بېلو سيمو(مکرويان، طلاي ښارګوټى، اريا ښارګوټي) کې د ملي پرمختګ اجتماعي ټولنې لخوا په لاره اچول شوى و، چې موخه يې ور څخه د اړمنو هېواد والو سره همدردي وه، د کورنيو استعمال شوي توکي را غونډ او بيا يې د دولسمې ناحې، د ملالۍ واټ په کمپ کې په(100) کورنيو وه وېشل؛ په يادو توکو کې چې، قالينې، بړستن، کمپلې، د کور سامان، د اغوستلو ژمني جامې موجود وو، په اړمنو وويشل.
ياده دې وي چې دغه کمپاين د ملي پرمختګ ټولنې د دارلانشأ رياست، د پروتوکول امر، ذاکر الله همدرد چې څو ورځې وړاندې د بخارۍ د غازاتو له امله په ځوانمرګۍ ومړ، په نوم نومولى وو.
ملي پرمختګ ټولنه، تل د خپلو هېواد والو تر څنګ ده، د سولې، امنيت، زده کړو، عامه پوهاوي سره سره د مرستو په راټولونه کې هم هلې ځلې کوي.
#يادونه: د ټولنې دغه د مرستو لړۍ روانه ده، که تاسو غواړئ چې خپلو اړمنو هېواد والو سره مرستې وکړئ، د مهربانۍ له مخې دوی سره اړيکه ونيسئ.
په اخر کې د ملي پرمختګ ټولنه د خپلو هڅانده او با احساسه ځوانانو څخه مننه کوي چې په دغه کمپاين کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. او د شمشاد نړيوال راډيو تلويزيون، ژوندون نړيوال راډيو تلويزيون څخه نړۍ مننه کوي چې د خبري پوښښ لپاره سيمې ته راغلي ول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button