الله جل جلاله یو دی او دروازې ډېرې

ژباړه_فـــرمان نجرابوال
بادشاه خپل وزېروان را وغوښتل او دوېته یې ته امر وکړ چې تاسو جنګي جنرلانو ته امر وکړئ چې په ملک کې چېرته چې تركاڼ/نجاران مو پیدا کړل ټول ووژنئ.
د باد شاه سلامت امر و ، شاوخوا سېمه کې عسکر د نجارانو په لټه کې شول..
یو ترګان/نجار چې د بادشاه دا امر څخه خبر شو ډېر وډار شو، ډېر له ډاره یې خوب والوت.
د نجار مېرمن خپل مېړه ته وویل :ای نجّاره! لکه د نورو شپو بېغمه ویده شه الله عزوجل یو دی او دروازې ډېرې !!.
نجار/ترګان چې د ښځې داډګېرنه واورېده ،زړه کې ارامې پیدا شوه ستركې سره ورغلې نجار په دروند ویده شوو . چې ناڅاپه د کور دروازه په ډېر وار خطایې سره وټكېده، نجار له چې دا حالت ولېد ډېر په ناهېلۍ سره خپلې مېرمن ته وکتل ،دښځې د خبرې په منلو یې خپله پېښمانتیا وښوده.
نجار چې د ژوند روستۍ شېبې شمارلې دوازې لور ته ولاړ، ډېره په وېره ،په لړزانده لاسونو یې دروازه کولاو کړه او خپل لړزانه لاسونه یې عسکرو ته پورته کړل ترڅو دده لاسونه ولچک او زولانه كړي.
عسكرو ډېر په حیرانتیا سره وویل: بادشاه سلامت ومړ،مونږ غواړو چې ته ورته یو تابوت جوړ کړې!
نجار چې داخبره واورېد په بدن کې وېنه وچلېده مخ یې له خوشالې تک سور واوښت مېرمن ته یې داسې وكتل ګواکي چې بښنه ترې غواړې، ښځې مسكۍ شوه او وویل :
ای نجاره لکه د تېر شپو ویده شه الله عزوجل یو دی او دروازې ډېرې !
پایله!
إنساني فکر خپله إنسان وېروي ،مګر الله عزوجل اراده جدا وې هر هغه پرېكړه چې الله سبحانه وتعالی وکړې هماغسې به کېږې



