دولايتي شورا غړی: جنرال رازق شخصي زندانونه لري او عام خلک شکنجه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د کندهار د ولايتي شورا غړی جانان ګلزی وايي، د دغه ولايت د امنيې قوماندان جنرال رازق شخصي زندانونه جوړ کړي چې عام خلک پکې شکنجه او زنداني کوي.

د ګلزي په خبره، جنرال رازق يو شخصي زندان په کندهار ښار او بل په سپين بولدک ولسوالۍ کې لري، چې ډيری عام بنديان تر سختو شکنجو او ربړونو لاندې دي.

هغه مسير ورځپاڼې ته ويلي، جنرال رازق نه يواځې دغه دوه زندانونه لري، بلکې ډيری نور زندانونه هم شته چې پټ دي او سلګونه بنديان پکې پراته دي.

هغه د مثال په توګه وايي، داسې يو تن سوداګر پېژني چې له پاکستانه د تذکرې اخيستلو لپاره کندهار ته راغلی و، خو له اتو مياشتو راهيسې د جنرال رازق په شخصي زندان کې تر سختو شکنجو لاندې دی او آن چې دوسيه يې هم څارنوالۍ ته نه ده استول شوې.

ګلزي، د نوموړي سوداګر نوم په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه د کندهار امنيې قوماندان د شخصي زندانونو سربيره د هغه په امر صحرايي محکمې کېږي او ډېری خلک بې له محکمې وژل شوي دي.

په داسې حال کې د ولايتي شورا غړی ادعا کوي چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې هم په يوه راپور کې جنرال رازق په شخصي زندانونو لرلو تورن کړی و او د هغه د محاکمې غوښتنه يې کړې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې يو امنيتي کس په شخصي زندان لرلو تورن کېږي، بلکې تر دې مخکې د بلخ امنيتي مسئولين او د کندز سيمه ييز چارواکي هم په شخصي زندان لرلو تورن شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button