کابلوف: د اعشیانو ته دناپیژانده چورلکو داکمالاتو په اړه لا هم امریکا روښانه ځواب نه دی راکړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي ۳ فرید افغان)
په کابل کې د روسیې سفیر ضمیر کابلوف ویلي چې، څو ځله یې له امریکا او ناټو ځواکونو څخه د دې چورلکو د ناستې وضاحت غوښتی خو هغوی ورته قانع کونکی ځواب نه لري.
کابلوف وویل چې استازي یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم دا اندیښنه شریکه کړې.
نوموړي زیاته کړه؛ مسکو د هغو ناپیژاندو چورلکو په اړه بیا هم اندیښنه څرګندوي چې د ده په خبره؛ په افغانستان کې د داعش ډلې مرکزونو ته اکمالات کوي.
‹‹داچې د افغانستان د هوایي حریم کنترول ټول د امریکا اوناټو په لاس کې ده نو موږ هم له هغوی څخه دا وضاحت غواړو ››
دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د روسیې د فدرالي امنیت مشر بورتینکوف ویلي و، چې داعش ډله په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته اوس په ډلییزه توګه افغانستان ته لیږل کیږي ترڅو هلته د مرکزي اسیا د امنیت لپاره ستونزې جوړې کړي.
په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم ویلي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې شتون نه شي زغملی او دا هرڅه له نږدې څاري.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د جوزجان د یوشمیر ولسوالیو څخه راپورونه ورکړل شول چې هلته داعشي ملیشو خپل فعال مراکز جوړ کړي او دسیمې خلکو رسنیو ته ویلي و، چې دې ملیشو ته د هوا له لارې اکمالات کیږي.



