پلچرخي زندان: د لسم بلاک زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د کابل پلچرخي زندان د لسم بلاک زندانيانو د چارواکو د ناوړه کړنو او يو شمېر نورو ستونزو له کبله د نه خوړو اعتصاب کړی.

د پلچرخي زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د زندانيانو اعتصاب له پرون ماذيګره پيل شوی او زندانيان د لسم بلاک قومندان (اول سعيد) بې کفايته بولي وايي چې له زندانيانو سره سيمه ييز او ژبنی تعصب کوي.

زندانيان وايي، په لسم بلاک کې د نورو بلاکونو په څېر د هواخورۍ ځای سرپناه نه لري، چې د باران، واورې او یخنۍ نه بچ شي، په دې اساس غوښتنه لري چې پايوازن دې له ځانونو سره خپلو اطاقونو ته بوځي.

درېيمه مهمه غوښتنه چې زندانيان يې لري وايي، د درې منزلونو په هر پوړ کې له اويا تر نوي زندانيان اوسېږي چې په هر يو کې يې يو يو تشناب دی، چې له کبله يې له سختو ستونزو سره مخ دي د نورو تشنابونو د جوړولو غوښتنه.

دا چې د نورو بلاکونو برېښنا څلورېشته ساعته ده او د لسم بلاک برېښنا په شپه ورځ کې يو ساعت ده دوی وايي، چې د نورو بلاکونو په څېر دې د دوی برېښنا هم څلورويشت ساعته شي.

زياتوي، دغه ستونزې يې له ډېرې مودې راهيسې دي د چارواکو له لوري ورسره د حل ژمنې شوي خو هيڅکله نه دي حل شوي.

د لسم بلاک زندانيانو په ټينګار سره وويل: څو چې مسئولينو کړې ژمنې نه وي عملي کړي او ستونزې مو نه وي حل شوي تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د څرخي پله زندانيان د مسئولينو له ناوړه کړنو څخه شکايت او د ناخوښۍ غږونه پورته کوي، تر دې وړاندې هم په دغه زندان کې د مسئولينو د ناوړه کړنو له کبله زندانيانو په وار وار اعتصابونه کړي او آن تر دې چې خپلې شونډې يې هم ګنډلي او وخت ناوخت دغه چاره د زندانيانو او مسئولينو تر منځ په تاوتريخوالي اوښتې چې ډزې شوي او مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button