کنړ: دېرش داعش وسله وال طالبانو ته ور اوښتي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د راپورونو پر بنسټ د کنړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش دېرش وسله وال طالبانو ته اوښتي دي.
د يادې ولسوالۍ مربوط د طالبانو يوې سيمه ييزې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د رچلام تنګي د يو مهم قومندان (ميرباز خان) په شمول دېرش داعش وسله والو د طالبانو له مشر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته ور اوښتي دي.
سرچينې زياته کړې، داعش وسله والو له ځان سره درنې او سپکې وسلې هم درلودې او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د طالبانو په ملاتړ له بهرنيو او دولتي ځواکونو سره خپله مبارزه پر مخ وړي.
طالبانو ته ور اوښتي قومندان ميربازخان وويل: د داعش ډله استخباراتي پروژه ده او په وينا يې د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغه يې ظالمان وبلل.
که څه هم تر اوسه طالبانو په کنړ کې په رسمي ډول د داعش وسله والو شتون نه دی تاييد کړی، خو چارواکي وخت ناوخت د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د داعش وسله والو د فعاليت راپورونه ورکوي.
څه موده مخکې د داعش ډلې يو مهم مشر او په افغانستان کې د دغه ډلې مرستيال عبدالرزاق مهدي هم له طالبانو سره يو ځای شو او له نورو داعش وسله والو يې هم له طالبانو سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه.
مهدي ويلي: له دې کبله يې داعش ډله پرېښوده چې ظلمونه يې کول، د عامو خلکو مالونه يې د غنيمت په نوم چور کول او نورې ستونزې يې لرلې چې د اسلام او د شريعت نوم د بدنامولو لپاره به يې ډول ډول کړنې تر سره کولې.
د ځينو چارواکو له قوله ويل شوي، امریکا په افغانستان کې له داعش وسله والو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او پيسې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د روسيې سفير ضمير کابلوف هم په يوه بيانيه کې وويل، چې له امريکا او ناټو ځواکونو څخه يې د هغو ناپېژانده چورلکو د ناستې په اړه وضاحت غوښتی چې په وينا يې افغانستان کې د داعش ډلې مرکزونو ته اکمالات کوي.



