فارياب کې د تېلو ټانکر سره د موټر ټکر څلور تنه وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د فارياب ولايت په خان چارباغ ولسوالۍ کې د تېلو ټانکر او کرولا موټر د ټکر له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خان چهارباغ امنيه قوماندان خدايداد وايي، پرون ماذيګر ناوخته د يادې ولسوالۍ مربوط د اندخوی او مزارشريف په لاره د کرولا او د تېلو د ټانکر موټر ټکر وکړ، په ترڅ کې يې د تېلو ټانکر اور واخيست او څلور تنه پکې وسوځېدل چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

نوموړی وايي، دغه پېښه د تېلو د ټانکر موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

په هېواد کې د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعاتو، د سړکونو خرابوالی هغه لاملونه دي،چې له کبله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او هېوادوال پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button