دفاع وزارت: د څلورو ولايتونو نهه ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په هلمند، غزني، زابل او بدخشان کې نهه ولسوالۍ د دولت له حاکميته وتلي او په مکمله توګه د طالبانو په واک کې دي.
دولت وزيري د دغو ولسواليو د نومونو يادونه وکړه، خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د دغې ولايت پنځه ولسوالۍ ديشو، باغران، خانشين، نوزاد او موسی کلا له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.
په عين حال کې د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار بيا وايي، د بدخشان له نه ويشت ولسواليو څخه دوه يمګان او وردوج ولسوالۍ په مکمله توګه طالبانو نيولي، په خبره يې چې جرم، بهارک شهدا او راغستان ولسواليو زياته برخه د طالبانو په لاس کې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د بدخشان د ولايتي شورا رييس بشير صميم رسنيو ته وويل، له يادو دوو ولسواليو سربيره چې په مکمله توګه د طالبانو تر کنترول لاندې دي، په وينا يې د نهو نورو ولسواليو اويا سلنه خاوره هم د طالبانو تر حاکميت لاندې ده.
چارواکي وايي، د زابل خاک افغان او د غزني ناوه ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې دي.
دغه راز د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، د دغې ولايت جغتو او دای ميرداد ولسوالۍ له سخت امنيتي تهديد لاندې دي او امنيتي ګواښونو له کبله يې ولسوالان نه دي ور استولي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ويانده منيره يوسفزاده بيا وايي، هغه ولسوالۍ چې له امنيتي تهديداتو سره مخ دي، د دولت حاکميت ورباندې نه وي چارې يې په نږدې ولسواليو او يا د ولايتونو په مرکزونو کې پرمخ وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د څار ادارې “سیګار” په خپل تازه راپور کې ويلي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر خپل واک لاندې سیمه پراخه کړې، چې اوس پر ۱۱ ولسواليو واکمن دي او په ۵۴ نورو ولسوالیو، یا واکمني لري او یا هم نفوذ.



