فاریاب: د یوې کورنۍ ۴ غړي په یوه هوټل کې مړه موندل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۳ فرید افغان)
د رشد خبري اژانس د راپور تر مخه؛ دفاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ددې ولایت په مرکز میمنه ښار کې په یوه رستورانت کې دیوې کورنۍ څلور غړي چې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی دي مړه موندل شوي .
فاریاب د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریس ویلي چې د دوی لومړنۍ څیړنې ښیي چې دا کسان په ډوډۍ کې د مسمومیدونکي توکو د خوړلو له امله وژل شوي دي.
نوموړي ویلي دي؛ چې د دې قضیې په تړاو یې د هوټل خاوند نیولی او تحقیقات ترې روان دي.
د فاریاب د عدلي طب مسؤل داکتر سمیر عنایت هم تائید کړې چې دا کسان د مسمومیدونکو توکو په توسط وژل شوي دي.
د هوټل خاوند احمدفرید مالک ویلي؛ چې یاد کسان په هوټل کې له تیرو دو ورځو را په دیخوا دیره و، دتابعیت تذکرې یې نه درلودې او همداسې یې ویل چې د فاریاب د پشتونکوټ د پوګاني سیمې اوسیدونکي دي.
نوموړي ویلي چې دې کسانو له هوټل څخه هیڅ هم نه خوړل خو چې تیره ورځ سهار مو وکتل ټول مړه شوي و.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وایي نن په بلخ کې یوې ځوانې نجلۍ د مسلم کورس له درییم پوړ څخه ځان راغورځولی او وژل شوې ده معلومه نه ده چې یادې نجلۍ ولې دا کار ترسره کړی دی.
په دې وروستیو کې په هیواد کې کورنۍ ستونزې بې مخینې زیاتې شوې چې حکومت او سیمیز فعالان یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلي.



