هغه ږیرې چې له ډالرو نه قربان شوې

ډاکټر آصف
عجیبه حالات مو ولیدل، چې نور به لا څه ګورو؟ اوه جهادي رهبران مو وو، په زرهاو جهادي قومندانان مو وو، په ملیونو مسلمانانو ورپسې اقتدا وکړه، خپلو سرونه یې په لاسونو کې ونیول، خپل بچي یې له ځانونو د یتیمۍ په حالت کې پریښودل، د فري ګانو په څیر ناوې او میرمنې یې هیرې کړې او بالآخره خپل خوږ ژوند ته یې د ذرې په څیر اعتنا ونکړه، او هر څه یې له اسلام نه قربان کړل، او د پوهانو د هغه متل په مصداق چې وایي: پیسې له ځان نه قربان، ځان له له ناموس نه قربان او ناموس له اسلام نه قربان، دغه سرښندونکي مسلمانان له هر څه تیر شول خو چې اسلام ته نجات ورکړي او اسلامي نظام په خپل خاوره کې حاکم کړي.
خو ټول ملت په غړیدلو سترګو ولیدل چې د دوي په حق کې ځینو څومره جفا او خیانت وکړ، د خپلو مجاهدینو ټولې سرښندې یې هیرې کړې، یتیمان، کونډې، بورې، د شهیدانو مزارونه دا هر څه ترې هیر شول.
او بالآخره خبره دې ته ورسیده چې خپلې غټې غټې مسنونه ږیرې یې هم د نایي په تیرو چړو وخریلې او په ډیران یې وغورځولې.
ملت ولیدل چې د ډاکتر عبدالله لویوه او اوږده ږیره وروسته له هغې د ډیران خوراک شوه چې امریکایانو یې کروزین موټر ورته له ډالرو ډک کړ، د عطا نور ستره او اوږده ږیره وروسته له هغې د نایې تر چړې لاندې راغله چې کله یې ځان او هیواد په ډالرو وپلورلو قومندان حضرت علي ستره ږیره هم د یو موټی ډالرو په مقابله کې په ډیرې بې رحمۍ سره د چړو خوراک شوه، د حاجی محمد زمان غمشریک ږیرې سره هم رحم ونه شو، د حاجی قدیر ږیره هم ترۍ تمه شوه، د زامنو ږیرې یې هم والوتې قومندان ډاکټر آصف هم په خپله ږیره ریشخند وواهه، بالآخره ټول ږیرور قومندانان بې ږیرې شول، او د کمونستانو د خندا شول، خدای خبر چې شیطان به څومره ورپسې خاندې، چې له غټ شوروي سره مو په جهاد کې خپل ټټر سپر کړی و خو بالآخره ډالرو را څملولئ.
نن سبا یواځې د سیاف، حکمتیار، مجددي، اسماعیل خان ږیرې پر ځای پاتې دي او دوې هڅه کوي چې په ملت کې ساده وګړي لا هم د خپلو ږیرو په واسطه تیر باسي، خو ملت اوس هوښیار شوی او د دوې په عبا او قبا نه تیروزي.
سړی نه پوهیږي چې هغه قوماندانان چې د ډالرو او دموکراسۍ لپاره یې ږیري خریلي خدای تعالی ته به څه ځواب وایي؟؟؟



