په م.م کې د پاکستان استازې: د وسله والو مرکزونه په افغانستان کې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحه لودي وايي، د وسله والو مرکزونه او پټنځايونه په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي.

د سپوټنيک د راپور له مخې، نوموړې ويلي چې د امریکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې واقعيت نه لري او د وسله والو پټنځايونه د افغانستان په هغو سيمو کې دي، چې دولت پرې حاکميت نه لري.

افغان دولت او يو شمېر امریکايي چارواکي ادعا کوي، چې پاکستان د طالبانو په ګډون يو شمېر وسله والو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، خو مليحه لودي په خپل هېواد کې د وسله والو د پټنځايونو خبره رد کړې زياتوي اوس مهال د افغانستان په څلوېښت سلنه خاوره طالبان او نورې وسله والې ډلې واکمنې دي او همالته يې مرکزونه دي.

څو ورځې وړاندې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس په بګرام اډه کې خپلو عسکرو ته د وينا پر مهال پاکستان يو ځل بيا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په ملاتړ او مرستې تورن کړ.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې دغه خبرې رد کړي په خبره يې د وسله والو مرکزونه په افغانستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار اداره «سیګار» وايي افغان حکومت يوازې په ۵۷ سلنه خاوره واکمن دی او پاتې نورې سيمې له طالبانو يا نورو مخالفینو سره دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button