د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يو روزونکي بنديز ولګاوه
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۳) د افغانستان کرکټ بورډ پر دوو لوبغاړو او يوه روزونکي پر لوبو او د کرکټ پر فعاليتونو بنديز ولګاوه.
د کرکټ بورډ د ډيسپلين کميټې غړو نورعلم فريد او ميرمبارز نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دغه بنديزونه يې د احمدشاه ابدالي د څلور ورځنيو فرسټ کلاس سيالیو پر مهال د سرغړونو له کبله د سپين غر زون لوبډلې پر لوبغاړي همايون عمر او د بند امير پر لوبغاړي نور الحق ملکزي لګولي دي.
نورعلم فريد وايي، پر همايون عمر يو کال بنديز له دې امله لګول شوی چې د خپل زون مشر ته يې سپکې سپورې او د وهلو ګواښ کړی و.
زياتوي، د بند امير پر لوبغاړي ملکزي شپږ مياشتې بنديز له دې له دې کبله لګول شوی چې هغه په خپل موټر د سپين غر زون د مشر د وهلو هڅه کړې وه، خو هغه بچ شوی دی.
مير مبارز وويل: د بست لوبډلې پر روزنکي درې مياشتې بنديز لګول شوی او په خبره يې چې نوموړی په يوه سيالۍ کې د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د توهين او د لوبې په ګډوډولو تورن پېژندل شوی دی.



