دمدینې منورې آخري والی فخر الدین باشا ( اوله برخه )

ترجمه : عبد الله صدیقي

یادونه : څوورځې وړاندې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوګان او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ دفخر الدین باشا په اړه لفظي شخړه راپورته شوه چې مطبوعاتو کې زیات وزلیده. په لاندې څو کرښو کې د فخر الدین باشا دژوند حالات ستاسې په مخ کې ږدو.

د لومړي نړیوال جنګ پر مهال سپېڅلی حجاز د عثماني خلافت تر ولکې لاندې په امن او امان کې و، انګرېزانو نه ‌شو کولای چې د عثمانیانو سره مخامخ ډغره ووهي؛ نو د خپل پخواني عادت له مخې یې له چل ول نه کار واخیست، عربان یې د عثمانیانو پر ضد راوپارول او د عربي قوم پرستۍ او وطن پرستۍ له تعصبه ډک شعارونو په کارولو سره یې د عثمانیانو پر ضد منظم کړل. عربانو په حجاز‎، شام، اردن  او عراق کې د عثماني خلافت پر وړاندې پاڅون وکړ، د شا له لوري یې پرې د برید لپاره له انګرېزانو سره پلان جوړ کړ او د انګرېزانو سیاسي ملاتړ یې هم کاوه.

عثمانیان د پاڅون کوونکو عربانو او د هغوی د متحدینو (انګرېزانو) پر وړاندې پاتې راغلل او بالآخره دوی په خپلو پوځي کلاګانو کې محاصره کړی شول. د عثماني خلافت او انګرېزانو او د هغوی د متحدینو تر منځ د نړیوال جنګ په ختمېدو په 30/10/1918م تاریخ کې  یوه هوکړه وشوه چې د دې هوکړې  له امله په منځني ختیځ کې د عثماني خلافت او د متحدینو تر منځ اوربند اعلان شو، دغه معاهده د یونان په مودروس جزیره کې ترسره شوه.

په معاهده کې یوه ماده دا وه، په منځني ختیځ کې چې څومره عثماني پوځیان په کلابندۍ کې دي هغوی دې د متحدینو نږدې مرکز ته ځانونه تسلیم کړي. په حجاز، عراق، شام، اردن او نورو سیمو کې ټولو عثماني پوځیانو ځانونه متحدینو ته تسلیم کړل. خو د مدینې منورې والې فخر الدین باشا د دې نه انکار وکړ او په ښکاره یې وویل :

 موږ به هېڅکله هم تسلیم نه شو او نه به د رسول کریم صلی الله علیه وسلم ښار انګرېزانو یا د هغوی متحدینو ته تسلیم کړو. هغه چې د صحرا په پړانګ مشهور و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې زیاته مینه درلوده د انګرېزانو او د هغوی د متحدینو سره یې مقابله شروع کړه.

فخر الدین باشا د شریف حسین د بغاوت نه لږ وړاندې د عثماني خلافت له ‌خوا د مدینې منورې د والي په حیث وټاکل شو او د څلورمې فرقې قومندان جمال باشا په هدایت  مدینې منورې ته واستول شو.

شریف حسین چې د انګرېزانو اتحادي و او دعثماني خلافت پر وړاندې یې بغاوت کړی و په 28/5/1916م کې یې خپل پاڅون داسې پیل کړ چې لومړی یې د سپېڅلي حجاز د اوسپنې پټلۍ تخریب کړه، ورپسې یې مدینې منورې ته څېرمه د تلګراف مزي پرې کړل او په درېیم ګام کې یې د جون په 5مه او 6مه نېټه د شپې له‌خوا په پوځي پوستو برید وکړ، خو فخر الدین باشا له مخه د فاعي پلانونه نیولي وو نو ځکه اېتلافیانو ماتې وخوړه او فخر الدین باشا وتوانید چې دوی تیت پرک کړي او د مدینې منورې نه یی لرې وشړي.

په لږو وسایلو د مدینې منورې نه دفاع

فخر الدین باشا په پرله ‌پسې توګه دوه کاله او ۷ میاشتې د مدینې منورې نه دفاع وکړه. سره له ‌دې چې امکانات یې ډېر کم شوي وو، لومړی یې د مدینې او د مدینې د اطرافو نه لکه خلیج عسر، بئر درویش، بئر الرحا سیمو کې باغیان تصفیه کړل او په 29/8/1916م کې وتوانید چې د مدینې منورې لپاره یوه غښتلی امنیتي کمر بند جوړ کړي چې اوږدوالی یې 100 کیلو مترو ته رسېده.

فخر الدین باشا له خپل مرکزي حکومت ( استانبول ) نه غوښتنه وکړه چې له ده سره پوځي او لوجستیکی مرستې وکړي. خو مرکزي حکومت ورته وویل چې دا کار دوی نه‌شي کولای ځکه لارې ټولې د متحدینو په ولکه کې دي.

بالآخره د ټول حجاز نه عثماني پوځیان ووتل ځکه ټول حجاز د باغیانو تر ولکې لاندې راغلی و او په ټول حجاز کې یوازې د فخر الدین باشا پوځیان مدینه منوره کې پاتې وو.

د فخر الدین باشا د پوځیانو شمېر 15000 کسان وو چې دوی سره څو محدود توپونه او محدود جنګي وسايل پاتې وو او شاوخوا ټوله سیمه دښمن نیولې وه، د عثماني خلافت تر ټولو نږدې پوځیان هم ورنه 1300 کیلومتره لري وو، د اکمالاتو ټولې لارې پرې هم پرې شوې وې. د ریل ګاډي یوه د اوسپنې پټلۍ چې مدینې منورې ته غزیدلې وه د انګرېزانو د جاسوس لورانس په لارښوونه د ځینې باغي عربي قبایلو له‌خوا په څو ځایونو کې الوزول شوې وه، د ټیلګراف مزي لا له مخکې نه پرې شوي وو، نو فخر الدین او د هغه ملګري له ټولې نړۍ نه جلا شوي وو او په لویه صحرا کې یوازې پاتې وو او له هرې خوا نه کلابند هم وو، د دښمن د پوځیانو شمېره د ده د پوځیانو تر شمېرې څو چنده زیاته وه او هر وخت به یې په مدینه منور یرغل کاوه، بالآخره د فخر الدین باشا نه یې غوښته وکړه چې دوی ته تسلیم شي خو په هر ځل فخر الدین دوی ته ماتې ورکوله.

څه موده وروسته عثماني خلافت فیصله وکړه چې د مدینې منورې ځینې سیمې د خلکو نه خالي کړي دا فیصله یې فخر الدین باشا ته واستوله خو هغه د حکومت رییس انور باشا ته په ځواب کې ولیکل چې:

مونږ ولې د مدینې منورې څه برخه د خلکو نه خالي کوو؟ آیا له دې کبله چې دوی د ریل ګاډي پټلۍ الوزولې ده؟ تاسې ولې زما مرسته نه‌شی کولی، یوازې پوځیان او د توپونو لپاره بیټرۍ راته واستوئ او تاسې لږ صبر وکړئ زه د عربي قبایلو د مشرانو سره تفاهم کوم.  زه به د خلافت سور بیرغ هېڅکله هم د مدینې منورې د کلاګانو نه په لوی لاس کوز نه‌کړم او که تاسې مدینه خالي کوئ نو زما په ځای بل قومندان را واستوئ چې هغه دا کار وکړي او هر وخت به یی دا ویل: مونږ به تل د مدیې منورې په دفاع کې ودرېږو تر دې چې الله تعالی څه مونږ ته په تقدیر کې لیکلي وي مونږ ته را پیښ شي او یا چې په څه باندې رسول کریم صلی الله علیه وسلم خوشحالېږي را منځ ته شي.

له دې پیغام سره فخر الدین د خلافت د حکومت رییس ته وړاندیز وکړ چې په مدینه منوره کې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم شخصي امانتونه شته، چې شمېر یی 30 ته رسېږي باید دا استانبول ته واستول شي ترڅو څوک یې چور او تالان نه‌کړي. حکومت په دې وړاندیز موافقه وکړه او ورته یې وویل چې د دې امانتونو د استولو پوره مسوولیت به  ستا په غاړه وي، فخر الدین باشا دا امانتونه استنبول ته واستول او د دې امانتونو د حفاظت لپاره یی 2000 پوځیان هم ملګري کړل.

فخر الدین د وتلو امر رد کړ

لومړی نړیوال جنګ پای ته ورسېد او دعثماني خلافت له‌ خوا فخر الدین ته امر وشو چې مدینه منوره پرېږدي او اېتلافی ځواکونو ته یې وسپاري؛ خو هغه د خپل قیادت او حکومت دا امر کاملا رد کړ . په سور سمندرګي کې د یوې ولاړې کښتۍ نه انګرېزانو ورته په مخابره کې پیغام واستاوه چې جنګ پای ته رسیدلی او ته باید هرو مرو تسلیم شي او په دې اړه د خلافت او انګرېزانو تر منځ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی؛ خو د انګریزانو دا غوښتنه یې هم رد کړه.

یو ځل د مصر لپاره د انګریزانو وای سرای جنرال وینګت فخر الدین باشا ته  ولیکل : ترکانو ماتې خوړلې او شام نیول شوی، له دې وروسته که ته تسلیم نه‌شي او مدینه موږ ته تسلیم نه‌کړي، نو  چې څومره وینې وبهېږي مسوولیت به یې ستا په غاړه وي!

د وای سرای په ځواب کې د صحرا زمري ورته ولیکل : د مصر وای سرای وینګت ته! زه محمدي یم، زه عثماني یم، زه عسکر یم، زه د بالي بېګ زوی یم، ما ته ګواښونه مه کوه، زه د مدینې منورې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ښار د دفاع لپاره جنګ ته تر مرګه پورې  تیار یم.

د خلافت صدراعظم عزت باشا ورته یو خط واستاوه او ژړل یې هم، په خط کې ورته امر شوی و چې مدینه دوی ته وسپاري او دا خط یې د یو لوی ظابط په لاس ور واستاوه، مګر فخر الدین دا ظابط بندي کړ او صدراعظم ته یی ځواب واستاوه چې: مدینه منوره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښار د نورو ښارو سره ورته والی نه‌ لري، نو ستا (د صدر اعظم) امر په دې هکله کافی نه‌ دی، ماته باید تاسې د خپل خلیفه امر را ورسوئ.

( نور بیا ….)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button