له یوه روسي شرکت سره دپکتیا د مچلغو بند د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۳ فرید افغان)

له کلونو وروسته یوځل بیا د پکتیا د احمدآبا ولسوالۍ اړوند د مچلغو د بند د جوړولو تړون د افغان چارواکو او د پروجګټ ډیزاین روسۍ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د افغانستان اجرایه رئیس هم حضور درلود او به خپلو خبرو کې یې وویل؛ خلک هیله لري چې زه د روانو مسایلو په اړه خبرې وکړم، خو زما له‌پاره تر ټولو ستر کار همدا دی چې د خپلو خلکو له‌پاره خدمت وکړم. نن ښه ورځ ده چې د مچلغو بند قرارداد لاس‌لیک شو. دا لوی کار او لویه خبره ده.
د اوبو او انرژۍ وزیر د دې تړون د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل؛ چې دا بند شاوخوا ۴۷ متره ارتفاع لري او ۲۲.۹ میلیون دالره مصرف پرې راځي.
نوموړي هیله وښوده چې یاد شرکت به دا پروژه په ټاکلي وخت په ښه او اساسي توګه دا پروژه سرته ورسوي .
د عثماني په خبره؛ د دې بند چارې په ۲۰۱۰ کې پیل شوې وې چې په ۱۳۹۰ کال کې له دې کبله یې کار ودرول شو چې د وزارت مسؤلین د شرکت له کارونو خوښ نه و.

‹‹ موږ د ۱۳۹۱ ترپایه متشبس شرکت ته درۍ ځله خبرداری ورکړ چې خپل کار دې پیل کړي په آخر کې مو د مجبوریت له کبله ورسره شوی قرارداد لغوه کړ››
عثماني زیاته کړه؛ د دې پروژې په تطبیق سره به ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه او زرګونو کورنیو ته به بریښنا ورسول شي.
د پراجکت ډیزاین روسۍ کمپنۍ مشر بوګدان کریچ وویل چې دوی د بندونو جوړولو او بریښنا په غځولو کې ۲۵ کلنه کاري تجربه لري او ژمنه یې وکړه چې په ټاکلي وخت به د بند چارې پای ته رسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button