مرکب همغه خو کته یې بدله ده!

لیکنه: ابوادریس عبرت مهاجر

تر عطاء نور او انجنير داود پورې زما د طالبۍ د وخت یوه کیسه رایاده شوه، د پاکستان د هنګو ضلعې په یوه دیني مدرسه کې مې درسونه ویل، هغه وخت زه نوی زلمی وم، اواز مې برابر وه، خدای شته چې کله ناکله به د مدرسي د امام په نه شتون کې د امامت لپاره و محراب ته وړاندې شوم، له سلام ګرځولو وروسته به شاته خلکو ښه بدرګه کولم.

یوه ورځ د جومات کونج کې ناست وم مخته مې کتاب غوړولی وه، مطالعه مې کوله، که ګورم یو کس چې لنډه ږیره خړ پکول یي په سر دی، څنګ ته راغی، سلام یې راباندې واچاوه، ما هم د سلام ځواب ورکړ، وروسته يې راته وویل چې زموږ جومات امام نه لري که تاسو زموږ سره د جومات د امامت لپاره لاړ شئ /٨٠٠ روپۍ به میاشتنی معاش درکوو، او نور به موهم ښه نازه وو،هغه وخت /٨٠٠ کلدارې ډېر شی وه، خوشحال شوم عهد مې ورسره وکړ، ورغلم څو ورځې وروسته په همدې کلي کې زما یو مخلص دینداره مقتدي وه چې اصل کې مها جر وه، د جومات خدمت به یې کاوه، هغه راته وویل چې استاذه! دا کس چې تا ورسره په اوله ورځ عهد کړی و ، پیژني يې که نه؟.

ما ورته وویل چې نه. ويل يې: دا خو د هغه مشهور …. زوی دی. خدای شته چې هغه کس مالیدلی وه، ډېر ظالم او وحشي صفته انسان وه، کلی او ولس ټول ځنې تنګ ول، اخیر چېرته چا بیا وویشتل.

ما ورته وویل چې دا زوی خو یي داسې نه ښکاري لکه هغه پلار يې، دا خو لمانځه ته هم راځي او نور هم ظاهره بد نه دی.

دوی راته وویل: ای استاذه خر خو هغه خرده، خو کته یې بدله ده. وروسته رښتیا هم چې هغه د دوی خبره شوه، هغه زما میاشتنی معاش به یې هم پوره نه راکول..

مطلب عطاء نور او انجنرداود دواړه مخکني جنګسالاران دي هر یو چې بلخ ته د والی په صفت لېږي بس د مظلوم وینې به زبېښي او هغه خپله ملوک الطوائفي او فساد اداري او ګوندي بازي ته به دوام ورکوي.

نه پوهیږو چې د دې ډرامې تر شا به د کومو استخباراتو لاسونه وي.

او ولي مو لا په قومي او ژبني سمتو سره وژني ، لا هم زموږ په وینو نه دي ماړه، نژدې وخت به دا ټول پټ رازونه راوسپړل شي

ان شاء الله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button