دسیمیزو ارګانونو خپلواکه اداره: دبلخ نوی والي به ژر په کار پیل وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۴ فرید افغان)

د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده رسنیو ته ویلي چې؛ عطانور، نور د بلخ والي نه دی او ژر به بلخ ته نوی والي رسماً معرفي کړي
یوسف زاده وویل چې د نوي والي دمعرفي لپاره یې بشپړچمتوالی نیولی اوژر به د بلخ ولایت ته وروپیژندل شي خو د د کره نیټې په اړوند یې له څه ویلو ډډه کړې.
‹‹د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مسؤلیت لري چې د ولسمشر حکم عملي کړي او هغه ته ژمنه ده او موږ به د بلخ نوی والي چې انجنیر داود دی، هغه رسماً په بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو او خلکو ته معرفي کوو››
دا اداره داسې مهال د نوي والي د معرفي خبر ورکوي چې څو ورځې وړاندې یې د عطانور د پرزولو او د انجینر دادو د ګمارلو په اړه د ارګ دویاند له خبرپاڼې بې خبري ښودلې وه او ویلي یې و، چې ولسمشر په خپل سره دا کار ترسره کړی او له دې ادارې سره همغږي نه ده شوې .
انجینیر داود څوک دی؟
انجینیر محمد داود دجمعیت ګوند پورې تړاو لري، او د بلخ اوسیدونکی دی.نوموړي 1333 ه ش کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او تر لوړو تحصیلاتو پورې یې خپلې زدکړې په بلخ ولایت کې ترسره کړې.
وروسته یې بیا لوړې زدکړې د ګازو او تیلو د استخراج په برخه کې په انګلستان کې ترسره کړې د.
انجینیر داود د پښتو او دري سربیره په روسي او انګلیسي ژبو هم کامل تسلط لري.

کاري تجربې:
د کانونو او صنایعو وزارت کارمند
په شمال کې د کشف کارمند ۶ کاله
په شمال کې د مجاهدینو د تعلیم اوتربیې مسؤل .
د بلخ ولایت د امنیت امر.
د یادونې وړ ده چې عطانور ویلي چې هیڅ حکومتي ارګان یې د پرزولو صلاحیت نه لري او یواځینی څوک چې نوموړی له دندې ګوښه کولی شي د جمعیت ګوند مشر او د فقید رباني زوی صلاح الدین رباني دی.
د شنونکو په آند د سیمیزو ارګانونو د ادارې دا اعلان ښایي د یوې معاملې ترمخه شوی وي.
اټکل کیږي چې حکومت هغه غوښتنې منلې وي چې د جمعیت ګوند د بلخ په بدل کې له غني څخه درلودې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button