موږ به د رب شکر کله ادا کوو ؟

لیکوال قاري سیداجان مستغفر

یقیناً چــې الله رب العزت په خپلو بنده ګا نو ډیر زیات مهربان ده
خو موږ اوتاسو بیا هم دالله رب العزت دمهربانۍ شکر نه ادا کوو
الله رب العزت انسان د ډیرو اشیاؤ څخه قیمتي پیداکړی او دانسان هره عضوه قیمتي ده
او الله رب العزت انسان ته هره عضوه مفته ورکړي

دوه ورځی مخکې ډاکټر ته تلي وم غاښ باندې می درد وه نو غوښتل مې چی غاښ ډک کړم

ډاکټر ته مې ویل ډاکټر صیب غاښ مې چين جن شوی او غواړم چې راته ډک یې کړې
نو ډاکټر راته ویل سمه ده ډک به یي کړم درته

په غاښ مې درد زیات وه نو داګټر سره دغاښ د ډکولو په قیمت هم ونه غږیدم

ډاکټر په غاښ کار شروع کړو کله چې دغاښ صفایي خلاسه شوه
نو لیږ دوایی یی پکې کیښوده وای دري ورځی روسته راشه.
دري ورځې روسته ورغلم بیا یی لږ شانتي دوایی ورکې کيښوده
وای څلور ورځې روسته راشه درته ډک به یي کړم څلور ورځی روسته ورغلم نو دغاښ په ډکولو یې پیل وکړو

ورته کړه مي ډاکټر صیب ماخو خبره هم درسره نه ده کړې چی تاسو یو غاښ په څو روپي ډکه وې؟؟

راته یی وویل قاري صیب زه خو یو غاښ په 1200 روپي ډکوم
بیا می ورته وویل چې یو غاښ مې نشته غواړم چې یو غاښ هم راته کیږدې دهغي به څومره پیسې واخلي
راته یی وویل قاري صیب 6000 روپۍ خرچه پرې راځي

نو له ځان سره مي فکر وکړو چی الله رب العزت څومره زیات مهربانه ده په خپلو بندګانو باندي
نه له موږ نه دکوم غاښ په بدل یا دبدن په کومه بله عضوه کې
نه څه رانه غواړی اونه یي څه رانه غوښتي نه راته وایي چی نن راشه او نه راته وایي چی سبا راشه .
په بدن کي مونږ ته وړوکی شی ویخته ښکاري دیوه ویښته بدله هم نه رانه غواړي
رب مو راته وایی تاسو هر څه غواړې ز ه به یی درکوم او چی هروخت یی غواړی زه به یي درکوم .

د ډاکټر دروازه کله خلاسه وي او کله بنده
خو د رب دروازي مو هروخت خلاسي وي نو هرکله کولي شو چي څه ورنه وه غواړو
ډاکټر راته دپیسو په بدله کی کار کوي او رب مو راته په مفته کوي
د ډاکټر شکرا نه دپیسو په بدله ادا کوو
نو باید چی د رب شکرانه دیوڅورکعته شکراني په لمونځ سره ادا کړو
نو مطلب مي داوو
ګرانو ورونو اوخویندو موږ اوتاسو ته په کار ده چی هر وخت کې مو رب په یاد وي
اوپه هروخت کې دخپل رب دنعمتو نو شکر ادا کړو
موږ ته په کار ده چی باید په ورځ کې یا په جمعه کې یا په میاشت کې ضرور خپل رب ته ود ریږو او څورکعته دشکراني لمونځ ادا کړو
زموږ په معاشره کې به داسي بدبخته خلګ هم وي چی ورځ جمعه او میاشت خو لاڅه کوی په ټول عمر کي بي هم دخپل رب دنعمتونو شکر په یو څو رکعته لمونځ نه وي اداکړي

او رب مو راته په قرآن کی [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 276] پرمایی
وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ
ترجمه
او الله هيڅ ناشكره بد عمله انسان نه خوښوي.

نو راځئ چې د خپل رب دنعمتو نو شکر ادا کړو
اوخپل ځانونه رب ته خوښ وګر ځه وو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button