د کار وزارت: تر راتلونکو څو کلنو پورې به دبیکاره ځوانانو شمیر دوه برابره زیات شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۶ فرید افغان)
د سوداګرۍ خونې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کار سازمان په همغږي تیره ورځ په کابل کې د بې کارۍ د زیاتیدلو او د هغه دمخنیوي د لارو چارو په هکله کلنی کنفرانس چې له ۲۰۱۰ را په دیخوا هرکال په دې ورځو کې لمانځل کیږي ترسره شو.
د کار اوټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وویل چې د نړیوال بانک شمیرې ښیي چې په افغانستان کې اوسمهال ۲ میلیونه افغانان داسې دي چې هیڅ کار نه لري .
دنوموړي په خبره ‹‹که په وضعیت کې هیڅ بدلون رانغی تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به دا شمیره تر ۴ میلیونو پورته شي››
ذکي زیاته کړه؛ هرکال ۴۰۰ زره نوي ځوانان د کار موندلو په موخه بازارونو ته راځي خو د کاري بوختیاو د نشتون پر اساس هیڅ هم ورته نه پیداکیږي.
نوموړي وویل چې د ولسمشر سره یې یوه طرحه شریکه کړې او په وینا یې که عملي شوه ډیرو ځوانانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
پر همدې مهال د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي وویل چې که خصوصي سکتور وهڅول شي او په کور دننه خپله پانګونه وکړي بې شمیره ځوانانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
د کار وزارت د شمیرو تر مخه په افغانستان کې اوسمهال ۲۲.۹ سلنه بې کاره ځوانان شتون لري خو نړیوال څیړونکي بیا داشمیره تر ۳۰ سلنې لوړه بولي.
د افغان ځوانانو د بې کاریو شمیره داسې مهال لوړیږي چې جمهور ریس غني د خپلو انتخاباتي منډو ترړو پرمهال ویلي و، چې که کامیاب شو یو میلیون کسانو ته به کاري فرصتونه برابروي، خو نه یواځې چې دا ژمنه عملي نه شوه بلکه دبې کاره ځوانانو شمیر لا پسې لوړ شو.
د یادونې وړ ده چې په بې کاره ځوانانو کې لوی اکثریت هغه ځوانان دي چې له لوړو زدکړو فارغ شوي خو اوس د کاروبار د پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي.
ځکه چې په دولتي ادارو کې دشته فساد له امله د داخلیدو وس نه لري او د نورو شاقه کارونو وړتیا ورسره نشته نو له همدې امله ښایی په راتلونکي کې داشمیرې څو چنده نورې هم لوړې شي



