د مدینې منورې آخري والي فخر الدین باشا ( دوهمه برخه )

ترجمه : عبد الله صدیقي

…….د فخر الدین باشا په غوښتنه خپله خلیفه ورته یو فرمان صادر کړ چې مدینه منوره متحدینو ته وسپاره، د خلیفه دغه پیغام د عدلیې وزیر حیدر ملا په واسطه فخر الدین ته واستول شو، خو چې کله دا فرمان ورته ورسېد په ځواب کې یې داسې ولیکل: اوس خلیفه د پخوا په شان ازاد نه‌دی هغه د متحدینو په لاس کې د بندي په څېر دی، هغه ازاده اراده نه‌لري نو ځکه زه د هغه امر نه منم او ردوم یې او زه متحدینو ته نه تسلیمېږم.

په مدینه منوره کې حالات نور هم سخت شول، خوراکي توکي او درمل کم شول، 90 ورځې یی ده او عسکرو یې ملخان وخوړل، دایې نه منله چې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم ښار کافر ته وسپاري بلکې ویل به یی :  زه هغه ځای چې نبي علیه السلام پکې دفن شوی دی بې اودسه کافر ته نه سپارم.

همدا راز د عثماني پوځیانو تر منځ ناروغۍ زیاتې شوې او فخر الدین دې ته مجبور شو چې خپل ټول ملګري را غونډ کړي او د دوی نه د دې سختو حالاتو په اړه مشوره واخلي، هغه غوښته چې پوه شي پوځیان ییې څه ورته وایي او دوی څومره د مدینې منورې د دفاع لپاره لېوال دي.

پوځیان ټول د مسجد نبوي په انګړ کې را ټول شول او دوی ټولو د ماسپښین لمونځ په جمعې سره په ژړا او د خشوع او خضوع نه په ډکه فضا کې ادا کړ، د لمانځه نه وروسته فخر الدین باشا چې د خلافت بیرغ یې د ځان نه را تاو کړی و منبر ته وخوت او له جوش او ولولو نه ډکه وینا یې خپلو پوځیانو او نور حاضرینو ته واوروله، د وینا سره سره یې ښه ډېر وژړل او ښه ډیېرې اوښکې یې له سترګو بهیدلې، حاضرینو هم وژړل او په ټولو باندې د ژړا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار د مستقبل غم غالب و، فخر الدین باشا په خپله وینا کې وویل “هېڅ کله به هم مونږ تسلیم نه شو او نه به د رسول کریم صلی الله علیه وسلم ښار انګرېزانو او د دوی متحدینو وسپارو”

هغه د منبر نه ښکته شو او ټولو ظابطانو هغه په غیږ کې ونیو او ټولو ژړل، د مدینې منورې یو اصلي اوسېدونکی هم ورته نږدې شو هغه ته یی غېږ ورکړه او ښکل یې کړ او ورته یی وویل اصلي مدینې والا ته یې.

کله چې متحدین او اېتلافی ځواکونه د فخر الدین د کلکې ارادې پر وړاندې مایوس شول نو یې د هغه د نورو ظابطانو سره اړیکې ونیولې او ظابطانو فخر الدین باشا ته د پوځ د خراب وضعیت او د مدینې منورې د اوسېدونکو د سختو حالاتو او مشکلاتو تفصیل ووایه او په دې یې قناعت ورکړ چې باید دوی سره د تسلیمي په اړه مذاکرات وکړل شي، د ظابطانو او اېتلافی ځواکونو تر مینځ مذاکرات بریالي شول او یوه مادهپکې دا وه چې: فخر الدین باشا به د هاشمي ګرځنده ځواکونو د قومندان سره مېلمه وي او د هغه د آرام لپاره یوه لویه خیمه برابره شوې. د خلافت پوځیان به مدینې نه ووځې.

د مذاکراتو نه وروسته په مدینه منوره کې د پوځیانو د وتلو ترتیبات په چټکۍ سره روان وو، د فخر الدین باشا موټر هم تیار شو د هغه شخصي سامان موټر کې کېښودل شو. ټولو د فخرالدین باشا د وتلو انتظار کاوه، څو ساعتونه تېر شول خو دی را ونه ووت، برعکس د فخر الدین له‌خوا دوی ته امر وشو چې زما شخصي سامان د موټر نه ښکته کړئ او هغې ودانۍ ته یې یوسئ چې د مسجد نبوي سره نښتې ده، دا کور فخر الدین له مخکې نه ځان لپاره تیار کړی و، نه یې غوښتل چې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د مسجد نه لرې شي.

د هغه نائب نجیب بېګ او نور لوړ رتبه ظابطان د فخرالدین باشا کور ته راغلل ویې لیدل چې دی په یو ساده فرش باندې ړنګ پروت دی او نه غواړي چې ووځي، ظابطانو ته یی وویل تاسې ولاړ شئ زه دلته پاتې کېږم.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار سره د خدای په امانی پر مهال سخته ژړا

نجیب بیګ او ظابطان حیران شول چې ده سره اوس څه وکړي، خپل منځ کې یې مشوره وکړه او پرېکړه یی وکړه چې  په زور به یې بوځي، دوی د هغه فرش ته نږدې شول او په فرش کې یې را ونغاړه او د ځانونو سره یی خیمې ته په داسې کې حال یوړ، چې ټولو ژړل. دا پېښه په 10/1/1919 کې رامینځته شوه.

په دوهمه ورځ عثماني پوځیانو د نبوي مسجد مخې ته کتارونه جوړ کړي وو او هر یو پوځي به د رسول کریم صلی الله علیه وسلم مبارک روضې ته د زیارت او سلام لپاره ننوتل هلته به یې چې کله سلام او زیارت وکړ نو وبه یی ژړل بیا به بیېرته راووتل. یو پوځي هم داسې نه و چې اوښکی یی نه بهیدې، عجیبه د ژړا منظر و تر دې چې د مدینې منورې اوسېدونکو هم سخت وژړل، د عربي قبایلو هغه ځواکونه چې د اېتلافی ځواکونو سره وو هغوی هم دې منظر ته ژړل.

فخرالدین باشا د اېتلافي ځواکونو کمپ ته بوتلل شو او هلته په زرهاوو قبایلي ځواکونه د دغه اتل د لیدلو لپاره را غونډ شوي وو او چې څنګه فخرالدین باشا دوی ته را ښکاره شو ټولو چیغې کړی (فخر الدین باشا ، فخر الدین باشا) ټول خلک د هغه اتلولۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مینې له کچې خورا حیران وو. په 13/1/1919م د عربو د کوچیانو ځواکونه مدینې منورې ته ننوتل او د عثماني پوځیانو کلاګانې یې په خپله ولکه کې ونیولې.

بیا عربي خاینانو باشا انګرېزانو ته وسپاره او 27/1/1919م یی مصر ته د بندي په توګه واستاوه، ورپسې په 5/8/1919م د مالټا جزیرې ته واستول شو. اتحادي ځواکونو هغه محاکمه کړ او د اعدام حکم یې ورباندې وکړ خو بیا د انقرې حکومت وکړای شول چې په 8/4/1921 م کی یې د بند نه خلاص کړي.

 په 24/9/1921 نېټه انقرې ته ولاړ او د ازادۍ په جنګ کې شریک شو هغه وخت اتحادیانو استنبول، ازمیر او د ترکیی ځینې برخې اشغال کړې وې. بیا وروسته د ترکي د پارلمان له‌خوا په افغانستان کې د سفیر په توګه وټاکل شو او دلته یې تر 12/5/1926 نېټې پورې وظیفه ترسره کړه.

په 22/11/1948 کې وفات شو او دروملي حصار په مقبره کې چې په استنبول کی ده ښخ کړای شو. انا لله و انا الیه راجعون، الله دې یې په جنة الفردوس کې له نبیانو، صدیقینو او شهیدانو سره یو ځای کړي. آمین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button