نن د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي يرغل ۳۸ کليزه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۶) نن د جدي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد د يرغل ۳۸ کليزه ده.
څه باندې درې نيمې لسيزې مخکې د ۱۳۵۸کال د جدي په شپږمه نېټه د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ، د حفيظ الله امين حکومت يې نسکور کړ او پر ځای يې د خلقي ګوند يو بل مشر ببرک کارمل واک ته ورساوه.
امین او کارمل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر امین تور ولګول شو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې جاسوس دی.
د جدي شپږمه په افغانستان کې د يوې تورې ورځې په نوم يادېږي او هر کال په دې ورځ غونډې کېږي او دغه ورځ د هېوادوالو له لوري غندل کېږي.
د مرغومي يا جدي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد په يرغل کې يواځې دا نه چې ميليونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شول، بلکې تر يو ميليون ډېر افغانان ووژل شول او سلګونه زره نور معيوب شول او د معلوماتو پر بنسټ په دغې جګړه کې افغانستان ته تر ۲۰۰ ميليارده ډالره زيان واوښت.
پوځي کارپوهان د جدي شپږمه په افغانستان کې د جګړې او بربادۍ پيل ګڼي وايي، له کومې ورځې چې شورويانو په افغانستان يرغل کړی، له هغې ورځې په هېواد کې نا امني، جګړې، بربادۍ، ورانۍ او بې ثباتۍ پيل شوي چې لا هم دوام لري.
شوروي پوځيانو نږدې لس کاله په افغانستان کې تېر کړل،بالاخره د سلواغې په ۲۶ د افغانانو په بې سارې قربانۍ د شوروي اتحاد پوځونه تېښتې ته اړ کړل شول او ټول ځواکونه يې له افغانستانه وايستل.



