د افغانستان او هند ترمنځ دویم هوايي دهلېز پرانیستل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۶) نن د افغانستان او هند تر منځ د دویم هوايي دهليز پرانيسته وشوه، چې د چارواکو په وينا دغه چاره به کابل او هند سره ونښلوي چې دواړو هېوادونو ته به ګټور تمام شي.

د هوايي دهلېز د پرانيستې پر مهال د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل: ځکه يې د دويم هوايي دهليز پرانيسته وکړه، چې په وينا يې د لومړني هوايي دهليز پايلې مثبتې وې.

الکوزي زياته کړه، له دې وروسته به د دواړ و هېوادونو تر منځ سوداګري لا پراخه شي او سوداګرو ته به ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي وويل، د دويم دهليز په پرانيستلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو کچه پراخه شي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان اوس مهال له دهلي سره د کال شپږ سوه ميليون ډالره راکړه ورکړه لري، چې د دويم دهليز په پرانيستلو سره به د سوداګرۍ کچه اته سوه ميليون ډالرو ته لوړه شي.

دغه راز د دويم دهليز په پرانيست غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم ګډون درلود او دا يې د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې د کابل او دهليز تر منځ يو مهم ګام وباله.

د يادونې ده، چې شپږ مياشتې وړاندې د هند او افغانستان تر منځ لومړنی هوايي دهليز پرانيستل شو، چې په دې موده کې تر دې دمه ۱۱۴۶ وچه- لمده ميوه او نور توکي هند ته صادر شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button