طالبان: د کمونستانو له ماتې عبرت واخلئ او دملت پر وړاندې له ظلمونو ډډه وکړئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۶ فرید افغان)
نن د شوروي رژیم د ماتې ۳۸ کلیزه ده، څه باندې درۍ لسیزې وړاندې سرو لښکرو د افغانستان په حریم تیری وکړ او دا هیواد یې اشغال کړ.
افغان ولس د سرو لښکرو پرضد له عصري امکاناتو پرته د روسي ښکیلاک پرضد مبارزې ته راودانګل او هغوی ته یې داسې ماتې ورکړه چې نه یواځې افغان ولس بلکه تر نیمایي ډیره نړۍ یې د کمونیزم له شره وژغورل او د شوروي په نامه لوی اتحادي ځواک یې هم دړې وړې کړ.
د دې اشغال د بدمرغیو له کبله په ميلونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شول، افغان ولس دوه میلیونه شهیدان اوټپیان ورکړل او همداراز د دې خاورې وګړو ته په لسګونو میلیارد تاوانونه ورسیدل.
طالبانو په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ متأسفانه نړیوال استکبار د شوروي له ماتې کوم څه زده نه کړل بلکې
‹‹ د مفکورې په لږ تغیر او نوو وسلو سره يې بیاهم افغانستان د يويشتمې پيړۍ په سر کې تر خپل تاخت او تاز لاندې ونیو››
اعلامیه کې راغلي چې؛ افغان ولس لاس تر زنې نه دی ناست او د تیر جهاد له تجربو څخه یې په ګټه اخیستلو امریکا ته مالي ځاني او سیاسي درانده زیانونه وراړولي دي.
طالبانو ویلي؛ داورځ د روانو ناخوالو زیږنده بولي او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې دکمونستانو له ماتې پند واخلي او د خپل ولس پرضد دې د کمونستانو په څیر د امریکایانو په څنګ کې نه ودریږي.
طالبانو ویلي ‹‹د اشغالګرو په چوپړ کې په اخته افغانما څيرو غږ کوو چې په افغانستان کې د اسلام پر ضد اوپردیو مفکورو له واردولو څخه نور ډډه وکړي››
طالبانو حکومتي چارواکو ته په اشارې سره ویلي ؛ چې د ‹‹اشغالګرو›› مرستندویه پاتې نشي، اود ‹‹اشغال›› تر سیوري او وزر لاندې خپل وروڼه له منځه یونسي.
.د معلوماتو تر مخه؛ روسي ځواکونو په خپل برید کې۳۰۰ جیټ الوتكې ۶۰۰هليكوپټر ۱۴۲۰ عرادې ټانكونه وکارول.د دوی ترڅنګ کمونستانو ۱۰۷جیټ الوتكې۱۰۲هليكوپترې۷۶ترانسپورتي او تر زرو ډیر زري پوشونه او ټانګونه درلودل.
خو افغانانو یې پر وړاندې له بېلچو، كلنګ، تبر، خنجر ، توره ، ټوپك، چر ييز ټوپك، سرپى ټوپك، لاسي پطرولي بمونه، خال خال پنځه ډزي او لس ډزي ټوپك څخه کار اخیسته.
وروسته يې په جګړه كې له دولتي عسكرو څخه غنيمتونه او ځينې وسلې ونيولې او له بهرنيو هېوادونو څخه هم ورته پوځي او مالي مرستې راورسېدلې
.
په دې جګړو کې ځینو سرچینو د ۱۴ ځینو هم د ۱۵ زرو د روسانو وژلو پخلی کړی خو یو روسي جنرال په خپلو یاداښتونو کې ویلي چې افغان جګړه کې تر ۳۰ زرو پورې روسان ووژل شول او لسګونه زره نور ټپیان شول.
همداراز په یادو جګړو ۶۸۵۵۶ کمونستان ووژل شول او تر سلو زرو ډیر ټپیان شوي دي.
په یادو جګړو کې تر ۸۰ زره ډیر مجاهدین هم شهیدان شول.
شمیرې ښیې چې په یاده جګړه کې ټولټال یو میلیون افغانان شهیدان او ټپیان شول.



