ولسي جرګه: ولس باید د امریکایي‹‹اشغالګرو›› پرضد متحد شي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۶ فرید افغان)
د ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې وکیلانو د مرغومي د شپږمې خونړۍ ورځې په هکله په دې جګړو کې د افغانستان سلګونو زرو شهیدانو ته چې د روسانو او کمونستان په مخامخ جګړو، هوایي بریدونو کې وژل شوي و، دعا وکړه او هغوی یې د حقې لارې شهیدان وبلل.

وکیلانو وویل؛ امریکایان له روسانو سره هیڅ توپیر نه لري او باید مخکې تردې چې افغانان یې پر وړاندې ملي قیام ته اړ شي له هیواد څخه پښې سپکې کړي.
د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد حکومتي چارواکو ته په اشارې سره وویل؛ حکومتي مشران، جهادي رهبران او نفوذي خلک دې نور د امریکا پر وړاندې سرټیټي نه کوي او هغوی دې ژر ترژره له هیواد نه رخصت کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ امریکایانو مو هیواد په بشپړه توګه اشغال کړی، مهمې دولتي ادارې دهغوی تر واک لاندې دي او د افغانانو په خاوره کې د افغانانو پر ضد دجګړو هوایي او ځمکنيو جګړو قومانده دوی مخته وړي.
نوموړي وویل؛ ‹‹ د شهیدانو له قبرونو شرمیږم امریکایان هم باید داسې و ایستل شي لکه روسان چې و ایستل شول››
د ولسي جرګې بل غړي خلیل الله شهیدزاده بیا وویل؛ ترڅو چې یو افغان ژوندی وي ‹‹اشغالګر›› ځواکونه به خپلو موخو ته ونه رسیږي.
نوموړي له افغانانو وغوښتل چې د امریکا او ناټو پر وړاندې یو موټي شي او د شوريانو په څیر داځل امریکا او متحدین یې ټوټه ټوټه کړي.
بل پلو د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي په ګواښوونکې لهجه وویل چې ‹‹ امریکا او د دوی ملګري دې پوی شي چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده››
خواصي زیاته کړه چې روسانو په لږ وخت کې ۱۵ هیوادونه په بر کې راونیول خو کله یې چې په افغانستان برید وکړ خپله لویه امپراطوري یې دړې وړې شوه او د افغانانو په ګډون یې ټوله سیمه له شر څخه خلاصه شوه.
د ده په خبره چې امریکا هم د افغانانو د احسان پوروړې ده ځکه چې په وینا یې که افغانانو جهادي مقاومت نه وای ښوودلی اوس به ټوله نړۍ د کمونیزم په جال کې راګیر وه.
د ولسي جرګې بل غړي صادقیزاده نیلي پر جهادي رهبرانو نیوکه وکړه او په وینا یې چې هغوی د روس پر وړاندې جهاد اصغر وګاټه خو د خپلو نفسونو داصلاح په موخه یې جهاد اکبر ته هیڅ توجه ونه کړه ‹‹ د شهیدانو په وینو یې سوداګري وکړه او مجلل ژوند یې پرې واخیست››
د مجلس جمعه بندي د ولسي جرګې د ننۍ ناستې مشر نذیر احمدزي وکړه او ویې ویل چې له حکومت یې هیله داده چې باید د بهرنیانو د پټو لاسونو مخه ونیسي او هغوی ته اجازه ورنه کړي تر څو د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې ولسي جرګه د امریکایانو پوځي برید ته د اشغال کلمه کاروي او د هغوی پر ضد جګړو او مبارزو خبرې کوي.
تر دې وړاندې دوی هم لکه د افغان حکومت په څیر د امریکانو جګړییز حضور د تروریستانو پر ضد باله خو داځل یې دجګړه د افغانانو پر وړاندې طرحه سوې پروژه وبلله



