هلمند: سرتیري برید کې ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۶ فرید افغان)
د هلمند ځایي چارواکي وایي چې نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بحې د لښکرګاه اړوند دبست کلا سیمه کې د ۵۰۵ سرحدي زون په مرکزي قوماندانۍ سرتیری برید شوی.
چارواکي وایي چې برید د یوه شخصي موټر په توسط تر سره شوی او یو شمیر امنیتي ځواکونوته یې مرګ ژوبله اړولې.
د والي ویاند د پیښې پخلی کوي او له جزیاتو ورکولو یې ډډه کړې.
امنیتي چارواکو ویلي؛ پیښه د پنځه سوه پنځم زون لومړي قراول کې رامنځته شوې او لومړني معلومات یې ښیي چې په بربد کې ۱۴ د ملي اردو عسکر ټپیان شوي دي
چارواکي واي چې سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسیدلي
د برید پړه وسلوالو طالبانو منلې او ویلي یې دي چې برید یې د فیلډر موټر په توسط ترسره کړی او ګڼو عسکرو ته یې پکې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
دا برید داسې مهال تر سره کیږي چې څو ورځې وړاندې په همدې ولایت کې د تیلو د یوپمپ مخې ته پر سرحدي عسکرو خونړی برید ترسره شوی و چې لسګونو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه .



