توره ورځ د جدي

ډاکټر آصف

د جدي ۶مه د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ، ولې؟ او د چا له لاسه؟

د اسلامي خلافت له سقوطه راوروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام د دښمنانو له لوري په یوه او بل نامه پر مسلمانانو ناتار راکوز کړای شوی، او په ډول ډول پلمو دغه مسلمانان زورول کیږي، کړول کیږي، وژل کیږي، هیوادونه یې په کنډرو بدول کیږي، د اسلام د دښمنانو هڅه همدا وي چې څنګه وکولای شي دغه بې ساری دین له پښو وغورځوي، او د تل لپاره یې د ځمکې له کُري پو پناه کړي. یعنی: (یریدون ان یطفؤا نورالله بافواههم)یعنې دوی غواړی چې د الله رڼا (اسلام)د خپلو خولو په واسطه مړه کړې. خو نا خبر له دې چې: (والله متم نوره ولو کره الکافرون) یعنی : او الله پوره کوي خپل نور اګر که کافران دا کار بد ګڼي.

په بوسنیا کې د مسلمانانو قتل عام، په کشمیر کې د مسلمانانو قتل عام، په برما کې د مسلمانانو قتل عام، په سوریه او عراق کې د مسلمانانو قتل عام، په یمن کې د مسلمانانو قتل عام، په صومال کې د مسلمانانو قتل عام، د عراق او ایران په جنګ کې د مسلمانانو قتل عام، په چچین کې د مسلمانانو قتل عام په کویت کې د مسلمانانو قتل عام او بالآخره افغانستان کې د مسلمانانو قتل عام.

د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه قتل عامونه د اسلام د دښمنانو یا مستقیم او یا غیر مستقیم هغه کرغیړن اعمال دي چې ترسره شوي او لا هم دوام لري.

دا قتل عامونه د اسلام د نه پخلا کیدونکو دښمنانو هغه کړۍ ده چې د اسلام د ټوکیدو نه نیولې نه تر ننه ادامه لري او تر قیامته به دوام لري، ځکه خو رسول الله ص هم وړاندوینه کړې وه او فرمایلي وو چې : الجهاد ماض الی یوم القیامة. یعنې جهاد به تر قیامته روان وي.

ځکه چې پر مسلمانانو به مظالم  ادامه لري نو جهاد چې د دغو مظالمو نه دفاع ده دا به هم ادامه لری.

په ټولو اسلامي هیوادونو کې د اسلام د دښمنانو ښکاره او پټ جنګونه روان دي، خو په یو غیر اسلامي هیواد کې هم جنګ جګړه نشته، د دې ښکاره وجهه داده چې مسلمانان په غیر اسلامي هیوادونو کې نه ښکاره او نه پټ او نه مستقیم او نه غیر مستقیم مداخله لری او نه د جنګونو پروژي لري. دا همدا د اسلامي دښمنان دي چې په په پټه او ښکاره د مسلمانانو له وژلو او له مینځه وړلو څخه آرام نه کیني.

د جدي شپږمه هم د ملحدینو هغه پروژه وه چې د افغانستانو د باتورو شازلمو په غښتلو مټو له داسې ناکامۍ سره مخ شوه چې څو ژوندی وي بیا به دې ډول پروژې ته زړه ښه نکړي.

خو په ډیر تأسف سره باید ووایو چې جدي د شپږمې منحوسې کودتاه او یرغل له ناکامولو وروسته د مجاهدینو د مشرتابه د غلطو سیاستونو له کبله د افغانستان ملت په داسې یوه خلا کې یواځې پریښودل شو، چې تر ننه دغه تشه کما حقه ډکه نکړای شوه.

خو دا چې په حرکت کې تل خدای تعالی برکت اچوي، نو باید لاس تر زنې کیننو بلکې خپلې برحقې مبارې ته تر هغې دوام ورکړو چې یا د شهادت لوړ مقام او یا هم د خدای پر ځمکه د خدای نظام راولو. و ما ذلک علی الله بعزیز.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button