دمرغومي شپږمه، توره ورځ

جواد څارګر
د افغانانو تاریخ له تورو ورځو ډک دی او له څلورو لسیزو راهیسې یې، کابو هره ورځ توره ورځ ده.
د افغانانو توره ورځ له همغې ورځې پیل شوه، پر کومه ورځ چې په سردار محمد داودخان دخلقیانو له لورې کودتاه وشوه.
دکودتاه سره جوخت په مختلفو پلمو، او نومونو دعلماؤ او مسلکي کادرونو نیول، او وژل پیل شول، دخلقیانو له وحشي منګولو دځان ژغورنې په پار، همغه مهال ډېری افغانانو وطن پرېښود، او کډې یې بار کړې.
که څوک دتاریخ په حافظه کې ګوتوهنې ونه کړي؛ د افغانانو دټولو در په دریو، او بدمرغیو عاملین خلق او پرچم ګوندونه دي.
زه دلته دروسي لښکرو دشرمساره ماتې په عواملو، او پر وړاندې یې دباتورو او مېړنیو افغانانو په قهرمانۍ نه غږېږم؛ هر څه ښکاره دي، او لکه دلمر روښانه دي، روسانو زموږ په ګران هېواد یرغل راوړ، باتورو افغانانو په مېړانه، او شجاعت ځواب ورکړ، چې پایله کې روسان مات او افغان ولس برېمن شو.
روسانو غوښتل په ګرده نړۍ خپله ګیډه واچوي، او دهري مفکوره په نړۍ ومني خو افغان ولس یې خوبونه سرچپه تعبیر کړل؛ دلته خبره دهغو دوه مخو انسانانو په اړه کوو چې پرون یې دخپلو شخصي ګټو دبقاء لپاره، زموږ ګران هېواد ته دسرو لښکرو دراتګ زمینه سازه کړه، چې په ترڅ کې یې کابو یونیم میلیون افغانان په شهادت ورسېدل، همدومره یې معیوب، او شل ـ شوټ شول،او دنړۍ هر هیواد ته د بې کوره مهاجر په توګه د افغان مسلمان کډه ورسېدله.
له بده مرغه نن همدغه تورمخي او دوه مخي انسانان د امریکایي یرغل کرایه ټټوان هم دي
دغو تورمخو او د انسان په جامه کې تاؤ شویو لیوانو، چې دروسانو په اشاره یې له افغانانو سردار دواد خان واخیست، د غربي وحشیانو په اشاره یې طالبان هم ترې واخیستل، او افغانان یې یو ځل بیا دجګړو اور ته ورټېل وهل.
روسانو په افغان ولس هیڅ ترحم نه دی کړی او تر خپل وس یې وژلي او شکنجه کړي، خو دومره بېدرېغه وژنې یې نه دي کړي، څومره چې امریکایانو کړي، او لا لګیا دي کوي یې. لامل یې ددغو تورمخو لخوا دافغانؤژنې پلانونه دي چې بادارانو ته یې ورکوي، ترڅو دافغانانو په بهانده وینو اودسونه تازه وساتي، او دشخصي ګټو دتحقق په پار، دخپل پست عادت له مخې غربي بادارانو ته دتعظیم په سجدو پراته پاته شي.
افغانان باید خپل دښمن وپېژني، درک یې کړي، او له تورو مخونو یې سپین نمایشي نقابونه پورته کړي.
دانا ولسونه له ماضي درس زده کوي، او دروڼ مستقبل لپاره استفاده ترې کوي.
دظلم هغه مېچنې چې خلق او پرچم د افغانانو په وینو چالان کړې وې، نن هم د همهغو بدمخو پر مټ، دبل بادار او ښکروَر په مرسته چالان دي او د افغانانو په غوښو تاؤېږي.
که نورمحمد ترکی نشته، خلیل زاد شته، که حفیظ الله امین نشته، سپنتا شته، که ببرک کارمل نشته، کرزی او غني شته، که نجیب الله نشته، اتمر شته، که راتب زاد نشته، سیما ثمر شته، که وطنجار نشته، رحیم وردګ، او بسم الله شته.
دمرغومي شپږم موږ ته بلها تورې ورځې، او تورمخونه زېږولي؛ له دغو تورو ورځو ځان خلاصوَل له دغو تورو مخونو سپین نقابونه پورته کول غواړي.
تر هغو چې دغه څو تنه منحوس افراد د افغان له ادرسه د افغان په نمائندګۍ غږ پورته کوي، افغانان به در په در وي، هره ورځ به یې توره ورځ وي او دظالم دظلم دچالان مېچنې لاندې به، دبل دګټو لپاره دل کېږي.
دځوان نسل دبیدارۍ په هیله



