پلچرخي:د سختو ستونزو له امله د څلورم بلاک بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۶ فرید افغان )

راپورونه وایي چې د کابل د پلچرخي محبس زندانیانو یو ځل بیا د مسؤلینو د بې غوري او د دوی د حقوقو د تلف کیدو له امله اعتصاب کړی.
لسګونو بندیانو خولې ګنډلې ځینو یې له شونډو څخه د احتجاج په موخه اوسپنیز سیمونه کاږلي دي.
بندیانو په یوه لیک کې له حکومتي چارواکو غوښتي چې د دوی اعتصاب به تر هغو دوام لري ترڅو چې دولتي چارواکو د دوی د ۱۱ غوښتنو د پوره کولو ژمنه نه وي ورکړې .

زندانیان وایي چې؛ هغه بندیان چې دقید مودې یې پوره شوې دي، او لا ازاد شوي نه دي باید په اړه یې جدي اجرئات ترسره شي ، همداراز بندیان وایي چې دوی ځینې سخت ناروغان لري او دولت یې د دارو درملو هیڅ غم نه دی خوړلی.
دوی وایي چې ځینې په دې بندخونه کې داسې بندیان هم شته چې حکومت ورته هیڅ تخفیف نه ورکوي باید هغوی هم دنورو په څیر داځانګړنه ولري.

 

د پلچرخي زندان د بندیانو اعتصاب

بندیان وایي ولایتونو او په زندان کې دننه د دوی تبدیلي باید آزاده وي او د رشوت په نامه پیسې باید ترې ونه غوښتل شي.
همداراز بندیان شکایت لري چې په بندخونه کې شته دکان ورباندې اجناس له بازار څخه په څو چنده لوړ قیمت پلوري بایدمناسبه نرخنامه ولري.
همداراز یاد بندیان د دې بلاک له قوماندان څخه هم شکایت لري او په وینایي چې ورسره تعصبي چلند کوي.

د پلچرخي د بندي ځوانانو اعتصاب

بندیان غواړي په اعدام محکوم کسان چې بې سرنوشته پراته دي د اعدام سزا یې په قید بدله شي.
همداراز بندیان وایي چې ورسره د ډیر عمر والا سپین ګیري یا هم صعب العلاج بندیان شته چې د هغوی ژوند ته باید چارواکي جدي پاملرنه وکړي.
دا اودې ته ورته نورې یو شمیر ستونزې دي چې بندیان یې اړ کړي تر څو دخپل حق غوښتلو په خاطر خولې وګنډي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د دې زندان په لسم بلاک کې زندانیانو د یوشمیر ستونزو له امله اعتصاب کړی و، چې له یو ورځني ځنډ وروسته یې ستونزې د مسؤلینو له خوا ومنل شوې او اعتصاب یې مات کړ.
پلچرخي زندان کې ټولټال لس بلاکونه دي چې پکې تر ۱۰ زرو ډیر بندیان استوګنه لري.
څو ورځې وړاندې د محابسو عمومي رئیس د ولسي جرګې په یوه استجوابیه ویلي و چې، په ټول هیواد کې د څه باندې ۳۰ زرو زندانیانو له ډلې یې شاوخوا ۷۵۰ تنه په اعدام محکوم دي او دوی به یې تر پوره غور وروسته په اړه نهایي فیصله کوي.
همداراز یې د سالمو صحي خدماتو د نشتون موضوع هم ومنله او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت او د کورنیو چارو د صحت برخه ملامت وبلله چې په وینا یې هغوی په لوی لاس بندیانو ته د صحي لوازمو د استولو مخنیوی کوي.
د محابسو رئیس ژمنه کړې ، چې تر دې وروسته به دوی زندانیان د ټاکل شوي بند تیرولو وروسته خوشي کوي.

.

.

 

.د بندیانو د غوښتنلیک یوه کاپي کابل ټکی کام ته هم رسیدلې او کټ مټ یې تاسو ته نشروو

د پلچرخي زندان دڅلورم بلاک بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی ده، دوی لاندې ستونزې لري، او له دولت نه يې د حل غوښتنه کوي.
اول: هغه بندیان چې دقید مودې یې پوره شوې دي، او لا ازاد شوي نه دي باید په اړه جدي اجرائات وکړل شي.
دوهم: د مریضانو په اړه دولت ډېر بې پروا ده، موږ ډېر شدید مریضان لرو، باید مناسبه او پر وخت تداوي یې وشي.
دریم: هغه بندیان چې له فرمان او تخفیف نه مستثنا دي، باید د نورو بندیانو په څېر له تخفیف او فرمان نه مستفید شي.
څلورم: له مرکزي محبس پلچرخي نه ولایتو ته تبدیلۍ او همدا رنګه په پلچرخي کې دننه له یوه بلاک نه بل بلاک ته تبدیلي باید ازاده قانوني او بدون له اضافي لګښتونو وشي.
پنځم: بندیانو ته مقرره قاروانه کې څو ځایه لاس وهل کېږي، باید بندي ته مقرر حق بدون له لاسوهنې ورکړل شي.
شپږم: د کانتین نرخونه ډېر لوړ دي، باید په مناسب قیمت نرخنامه جوړه او د نرخنامې له مخې اجناس وپلورل شي.
اوم: کومو بندیانو ته چې تقویتي تخفیفونه ورکړل شوي دي، او دولت ترې ګرځولي دي، باید بیرته خپل حق ورته واپس کړل شي.
اتم د څلورم بلاک قومندان له بندیانو سره تعصب او توپیري چلند کوي، ژبني او سمتي اختلافات را پاروي، باید تبدیل او پر ځای یې مناسب شخص وټاکل شي.
اتم: هغه بندیان چې د اعدام پرېکړه پرې شوې ده له پنځو تر پنځلسو کلو پوري بې سرنوشته پراته دي، باید د اعدام یې په قید بدل شي.
نهم: د پلچرخي زندان ته له بیرون نه خام مواد نه پرېښودل کېږي، باید دا ستونزه یې هم حل شي.
لسم: دلته ډېری معمر او صعب العلاج بندیان شته چې ډېر ځله ورسره وعدې شوي دي، خو ازاد شوي ندي، باید دېته هم جدي پاملرنه وشي.
یولسم: د نور بلاکو په څېر باید د څلورم بلاک مدرسه هم دپنجشنبې ورځ ازاده کړل شي.

ددې بلاک زندانیان وایې: که غوښتنو ته مو مثبت ځواب ونه ویل شی اعتصاب ته به دوام ورکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button