د «مرغومي د شپږمې» او د «اکټوبر د اوومې» ترمنځ څه توپیر دی؟/ هېواد ریان

د نړۍ نور ملتونه له یوې ماتې عبرت اخلي او همدغه ماتې د خپلې سیاسي تګلارې په موخو کې ټاکي. دوی بیا داسې کړنه نه تکراروي، چې دغه ماتې یې هېره شي. موږ له ټولې نړۍ جلا یو؛ ځکه «زموږ افغان» کمونیستانو، خلقیانو او پرچمیانو روسان په عذر او زارۍ راوستل. حفیظ الله امین یې پرې وواژه او ببرک کارمل پر ځای کېناوه. روسانو د لس کلن پرله‌پسې جنګ په پایله کې دوه میلیونه افغانان شهیدان کړل او میلیونونه یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل، چې ډېری یې پاکستان او ایران ته کډوال شول او تراوسه د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

د مرغومي شپږمه زموږ د تاریخ توره ورځ ده او په همدغه ورځ زرګونه روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او په افغانستان کې یې ګوډاګی نظام واک ته ورساوه. په همدغو کلونو کې روسانو بېلابېل کسان ووژل او پر ځای به یې نورکسان واک ته ورسول. د کور، کالي، ډوډۍ او مساوات خیرن شعارونه د کمونیستانو په خولو زمزمه کېدل او په تشو شعارونو یې خلک غولول. دوی پر افغانانو هېڅ رحم ونه کړ او د سلګونه کلي یې له خاورو سره خاورې کړل او حتا څاروي یې هم ووژل.

روسانو خپل غچ اخیسته او د خپل غچ د اخیستو لپاره یې پر خلکو هر ډول ظلم کاوه. روسانو د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه اشغال کړي وو؛ خو ددوی پر ضد مقاومت یوازې په افغانستان کې وشو او دلته د میلیونونو خلکو په قربانۍ باالاخره  د شوروي امپراتوي د لوی الله جل جلاله په نصرت ړنګه شوه او شوروي اتحاد یوازې روسیه پاتې شوه.

موږ اوس هم د شوروي اتحاد د یرغل ترخه ګالو او د دوی ویجاړۍ مو تراوسه رغولي نه دي، چې په ۲۰۰۱ز کال د اکټور پر اوومه امریکا او نړیوالو ملګرو یې پر افغانستان یرغل وکړ. که روسانو سره د خپلو مستعمره شویو هېوادونو خلک راغلي وو؛ خو له امریکا سره بیا د دوی نړیوال ملګري او ناټو راغلي دي. امریکا په لومړیو کې افغانستان ته ۱۵۰زره پوځیان راولېږل او د ناټو د عسکرو شمېر هم ۱۰۰زرو ته رسېده. دوی هم د شوریانو په شان خلک بندیان کول، کلي بمبارول، جنازې، خیراتونه، ودونه، مسجدونه، مدرسې او ښوونځي یې بمبار کړل او دغه لړۍ تراوسه روانه ده. په تېره میاشت کې امریکا او نړیوالو ملګرو یې د ګران هېواد پر بېلابېلو سیمو ۷۵۰ بمونه ورولي، چې ټول پکې افغانان شهیدان شوي.

د امریکا راتګ د شمال ټلوالې په پوره ملاتړ سره و او همدغه ټلواله وه، چې دوی یې افغانستان ته راوبلل او په غرنیو سیمو کې یې ورسره مرسته وکړه. مخکېنی ولسمشر حامد کرزی، قومندان عبدالحق، عبدالرب رسول سیاف، جنرال قسیم فهیم، جنرال عبدالرشید دوستم، عطاء محمد نور، امرالله صالح، انجینر عارف سروري، ډاکټر عبدالله عبدالله، احمد ضیاء مسعود او نور لنډه غر د امریکایانو ملاتړي وو او دي. موږ چې نن حفیظ الله امین، ببرک کارمل، نورمحمد تره کی، ډاکټر نجیب الله او د شورویانو نور لاسپوڅي د تاریخ بدنامې څېرو پېژنو، نو یوه ورځ به پورته یاد شوي خلک هم همداسې د تاریخ بدنامې څېرې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button