روزګان: طالبانو روغتيايي مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۷) شاوخوا درې مياشتې مخکې طالبانو په روزګان ولايت کې هغه ټول مرکزونه وتړل چې په وينا يې هيڅ ډول روغتيايي اسانتياوې پکې نه وې.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې هغو ټولو مرکزونو ته يې بېرته د فعاليت اجازه ورکړې، چې څه موده مخکې د دوی له خوا تړل شوي و.

د روزګان د روغتيا مشر ډاکټر خان اقا مياخېل ويلي و، طالبانو ځکه ۵۹ روغتيايي مرکزونه تړلي چې په خبره يې دوی درې غوښتنې لري: لومړی دا چې په سيمه کې درې مجهز روغتونونه جوړ شي، په روغتيايي مرکزونو کې د جراحي څانګه فعاله شي، په دغې مرکزونو او واکسين برخه کې د دوی کسان وګمارل شي، ځکه دوی ګمان کوي چې د پوليو له کارکوونکو افغان حکومت د جاسوسۍ کار اخلي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې د روزګان اوسېدونکو ورته شکايت کړی و چې په دغې مرکزونو او کلنيکونو کې ډاکټران وجود نه لري، د درملو او نورو روغتيايي برخو هيڅ ډول اسانتيا نشته.

طالبان وايي: (له روغتیا پالو ادارو څخه تضمین واخیستل شو چې له دې وروسته به ټول روغتیايي مراکز په منظم ډول فعالیت کوي، ورسره ژمنه وشوه چې په اړتیا وړ ځایونو کې به ۵ نور کلینیکونه او ۴ لوی روغتیايي مراکز جوړیږي، په روغتیايي چارو کې به د هرډول فساد مخه نیول کیږي، دوادرمل او نور روغتیايي شیان به راوړل کیږي او بیا به له نمايشي فعالیت څخه په کلکه ډډه کیږي.)

احمدي زياتوي، په دې برخه کې د طالبانو او روغتيايي مسئولينو تر منځ يوه موافقه هم لاسليک شوې او په ټول روزګان کې روغتيايي مرکزونو ته د ښه او منظم فعاليت زمينه برابره شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button