په هیواد کې د امریکا د دایمي پوځي حضور موخه څه ده؟

راپورتاژ: فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷)
روزانه ر اپورونه ګورو، یا یې هم له غږیزو رسنیو اورو چې امریکا په دومره شمیر اضافي عسکر افغانستان ته راولیږل دومره یې، وسایط راواستول او یا یې هم دومره نظامي مرستې وکړې، خو یوه ورځ مو وانه وریدل چې دومره ځواکونه نن ووتل داسې راوړې الوتکې یې بیرته ورسره یوړې او دومره جنګي امکانات یې بیرته ورټول کړل.
په نني راپورتاژ کې دا روښانه کوو چې امریکا په افغان خاوره کې څه غواړي او تر کومه به دلته خپل پوځي او لوژیستیکي حضور ولري.
د رسنیو د راپورونو او د څیړونکو له شننو داسې ښکاري چې په ټوله کې امریکا د افغانستان له لاینحل جګړې څخه درۍ موخې لري چې یوه یې سیمیزه رقابتي، بله یې اقتصادي او وروستنۍ یې عقیدوي یا فکري جګړه ده.
امریکایي شنونکي په دې باور دي چې امریکا به د لنډې مودې لپاره له افغانستان څخه وتلو ته زړه ښه نه کړي ځکه دلته متعددې ګټې لري چې باید ترلاسه یې کړي.
د اسپونتیک خبري اژانس ته د ‹‹برایان ټیلر›› په نامه یوه شنونکي ویلي چې افغان جګړه د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په موخه نه ترسره کیږي، بلکې امریکا غواړي دخپلو لویو جګړیزو شرکتونو دپیاوړي کولو په موخه دې جګړې ته دوام ورکړي.نوموړي ویلي؛ د دې جګړې اوږدول امریکا اوافغانانو ته له زیان پرته بله لاسته راوړنه نه لري اوګټه به یې یواځې څو ملیتي تسلیحاتي شرکتونه وړي.
یوه امریکایي څیړونکي (بارنیټ روبین) په خپله څیړنه کې ویلي؛ کابو هر یو په افغانستان او سیمه کې پر دې باور دی چې د متحده ایالاتو موخه اوږدمهاله پوځي حضور دی، نه د افغانستان ثبات او د همدې موخې په ګټه عمل هم کوي.
دا شنونکي وایي په سیمیزه کچه د چین چټکه اقتصادي وده، د روسیې پراخ نفوذ او د هند د سیمیز سیال په توګه راپورته کیدل هغه څه دي چې امریکا یې باید پر وړاندې د افغانستان موقعیت ته په کتلو سره دلته د تل پاتې حضور هڅه وکړي .
افغان فعالان وایي چې؛ امریکا افغان حکومت او په تېره افغان پوځ او امنیتي ځواکونه هغسې تجهیز او تربیه نه کړل، څومره چې لازمه وه. د پراختیا په برخه کې امریکا په افغانستان کې داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې تر څه مودې افغانستان پرې بسیا شي. د امریکا مرستې تر ډېره د ښځو حقوقو، ښې حکومتولۍ، ټاکنو او دغسې نورو تشمنځو شعارونو پورې رالنډې وې.
د امریکا د دوامداره حضور بل اړخ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راسپړلی، دې ورځپاڼې د باخبره امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې نوی امریکایي ولسمشر تر هرڅه مادیاتو ته ډیر هوس لري نو له همدې کبله چې افغانستان بډایه خوندي زیرمې لري چې ارزښت یې څو تریلونه دالرو ته رسیږي، دا هیواد هوډ لري تر څو یې د مخ پر زوړ اقتصادي انزوا پینه او سریښ وګرځوي.
امریکا چې سلګونه میلیارد ډالر پوروړې ده اوس هڅه کوي چې لږ تر لږه په خلیجي ملکونو د خپلو وسلو د پلورلو او ځینو نورو لارو چارو سره خپل د نړۍ لومړنی اقتصادي نوم وساتي.
خو دا هرڅه دومره واره او ګټه نه لري څومره چې د افغان زیرمو لوټل دي.
امریکایي چارواکي د سږکال په لومړیو کې ویلي و، دوی به د افغان جګړې مصارف د افغانستان له زیرمو اخلي او دا دوی ته لوړ قیمت لري.
د افغانستان په هغو سیمو کې چې اوس داعشي ملیشې فعال دي یو ډول نه یوډول قیمتي توکي موجود دي داچې داعشي ملیشې تر ډیره د لویدیځوالو د لاس آلې بلل کیږي، سیمیزو خلکو یې هم پرضد شکایتونه کړي چې داډله په سیستماتیک ډول دکانونو کیندل او دقیمتي توکو د لیږد چارې د بهرنیو انجینرانو په توسط ترسره کوي.
د سیمیزو رقابتونو او د افغانستان خوندي زیرمو ته د سترګې نیولو سربیره امریکا یو بل مقصد هم لري چې هغې موخې د ټولې کفري نړۍ هیوادونه په یو تار پییلي او د افغان جګړې لپاره یې متحد کړي دي.
د تسنیم خبري اژانس له قوله چې د وقت خبري شبکې په استناد یې راپور تیار کړی ویلي؛ امریکا په افغانستان کې غواړي له رسنیو، پوهنتونونو، د زدکړو له کورسونو او خیریه موسسو له لارې په تدریجي توګه په عقیدوي او سنتي افغانانو خپل فرهنګ او فکر ومني.
د راپور تر مخه؛ امریکا د خپلو اروپایي متحدینو سره په همغږي زرګونه غیر دولتي موسسې جوړې کړې چې یواځنۍ موخه یې د افغانستان د خلکو دکلتور او فرهنګ ورک کول دي .
.
د راپور ترمخه؛ امریکایان د نظامي جګړو ترڅنګ فکري او فرهنګي جګړو ته هم کامله توجه لري ترڅو په دې توګه خپل سپک فرهنګ په افغانانو ومني
راپور زیاتوي؛ همدا اوس د افغانستان اکثریت غږیزې، انځوریزې او انلاین رسنۍ د لویدیځوالو له خوا تمویلیږي ترڅو له دې لارې د بیان ازادي، دیموکراسي بشري حقوق او داسې نورې شعاریزې کلمې دافغانانو دغولولو لپاره نشر کړي ترڅو پتمنې ښځې دبې حیایی بازارونو ته راوباسي او د لویدیځوالو کلتور حاکم کړي.
راپور کې راغلي ؛ افغانانو ته تر اوسه د غربیانو هڅو ډیر زیان نه دی رسولی ځکه د دې وطن بچیان په اسلامي غیږ کې رالوی شوي دي خو که مخه یې ونه نیول شوه په راتلونکي کې به داسې تاوان وکړي چې هیڅ د مخنیوي لار به یې پاتې نه وي او افغان پتمن ولس به د بې حیا سپک امریکایی کلتور ښکار شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په همدې موخه؛ د کابل د تبیان په علمي او څیړنیز مرکز کې یو شمیر مدني، فعالانو، محصلینو او پوهانو د امریکا د فکري، فرهنګي یرغل په اړه اندیښنه وښودله.
په غونډه کې وویل شول چې لویدیځه نړۍ په ټول توان سره هڅه کوي چې افغان ملت په عقیدوي، فکري او فرهنګي لحاظ سره وځپي او خپل فکر او فرهنګ پر دې خاوره کې پیاده او عملي کړي .


