افغانستان: د نا امنۍ له کبله ټولو صرافانو کار بنديز اعلان کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۷) د هېواد په کچه ټولو صرافانو د هغوی امنیت ته د نه پاملرنې له کبله نن د پنج شنبې په ورځ کار بنديز اعلان کړی دی.
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا رييس مير افغان صافي وروسته له هغه دغه اعلان وکړ، چې د جلال اباد ښار په صرافۍ مارکيټ کې په رڼا ورځ وسله والو غلو په صرافانو ډزې وکړې، چې له کبله يې يو تن ووژل شو، دوه نور ټپيان شول، غلو له ځان سره نقدې پيسې هم يوړې.
مير افغان صافي له ټولو صرافانو غوښتي چې نن په کابل کې د شهزاده سرای مخې ته د احتجاج په ډول راغونډ شي.
د صرافانو شورا يوه غړي ضياءالرحمن الکوزی وايي، د کار بنديز په جلال اباد کې د شوې پېښې په غبرګون او د دې موخې لپاره کړی، چې حکومت د ملي سوداګرو او صرافانو امنيت ته پام وکړي او په خبره يې تر هغې چې له حکومت سره د صرافانو د امنيت د ټينګښت په اړه تفاهم ته نه وي رسېدلي، ښايي دغه کار بنديز نورو ورځو ته هم وغځېږي.
په دې وروستيو کې په جلال اباد کې په رڼا ورځ د غلاوو، اختطافونو او قتلونو پېښې زياتې شوي، چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
وړمه ورځ هم په جلال اباد ښار کې په رڼا ورځ يوه درملتون ته غله ننوتل او د وسلې په زور يې ټولې پيسې له ځان سره يوړې.
تر اوسه پورې د دغو پېښو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.



