کابل: دریو چاودنو په دشت برچي کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)
راپورونه وایي؛ چې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کابل دشپږمې حوزې اړوند د دشت برچي سیمه کې دوو چاودنو مرګ ګڼو کسانو ته ژوبله اړولې
امنیتي چارواکي وایي؛ پیښه د ‹« افغان غږ آوا›› په نامه د یوې رسنۍ دفتر ته څیرمه رامنځته شوې
څو شیبې وړاندې په سیمه کې دریمه چاودنه داسې مهال ترسره شوه چې امبولانسونو له سیمې ټپیان لیږدول
دې رسنۍ د تبیان په نامه دسیاسي څیړنو یو مرکز هم درلوده چې د رادیو له دفتر سره یې نږدې موقعیت درلوده.
پیښه داسې مهال رامنځته شوې چې د تبیان په نامه مرکز کې د لسګونو سیاسيونو غونډه رابلل شوې وه.
به پیښه لسګونه تنو ته مرګ ژړبله اوښتې
رویترز اژانس ته یې سرچینو ویلي چې په دې برید کې ۴ تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي
خو د افغان اژانس بیا ویلي چې ددوی لومړني معلومات ښیي چې په پیښه کې ۳۰ تنه وژل شوي چې یو شمیر یې د تبیان علمي مرکز زدکړیالان دي.
افغان غږ لیکي د ۱۵ وژل شوو کسانو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي.
طالبانو په یاده پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې ‹‹ په دې برید کې د یوې رسنۍ مرکز او یوه تعلیمي اداره تر هدف لاندې نیول شوي، د اسلامي امارت مجاهدین د یادو ځایونو په اړه خورا محتاط دي او داسې کار کله هم نه کوي.››
ویل کیږي چې ښایي دا کار داعشي ملیشو ترسره کړی وي.



