پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۷) پاکستان غواړي، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدلو موده شپږ مياشتې نوره هم وغځوي.

د پاکستان د سرحدي چارو وزارت يوې سرچينې امريکا غږ  ته ويلي، په دې اړه يې حکومت ته يو وړانديز  استولی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به وروستۍ فيصله وکړي.

د پخوانۍ هوکړې له مخې، د درې ورځو په تېرېدو سره د دسمبر په ۳۱ نېټه په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني نېټه پای ته رسېږي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو رسمي اعلان نه دی کړی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې نږدې ديارلس لکه ثبت او اووه لکه ناثبت افغان کډوال استوګنه کوي.

په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو ادارې په مرسته پاکستان حکومت د غير قانوني افغان کډوالو د ثبتولو لړۍ پيل کړې، چې لا هم روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button