غزني: طالبانو په مرکز کې یوه پوسته نیولې اوګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)

د غزنې د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې تیره شپه طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند په ‹‹خشک›› سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید ترسره کړی چې یو شمیر بولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
ویاند ویلي په دې برید کې د دوی ۳ پولیس وژل شوي او ۲ تنه یې ټپیان دي.
بل پلو په ملي شورا کې د غزني استازي وایی چې د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي او پوسته هم د طالبانو لاسته لویدلې
د غزنې د امنیې قوماندان محمد زمان هم نښته تایدوي خو د پوستې د سقوط په هکله یې له څه ویلو ډډه کړې.
طالبانو دپیښې مسؤلیت منلی او ویاند یې ویلي چې تیره شپه یې د غزني مرکز اړوند خاک غربیان سیمه کې یوه پوسته نیولې او هلته میشت ۸ عسکر یې وژلي
طالبانو همداراز په خشک سیمه کې هم نښته منلې او ویلي یې دي چې هلته یې د امنیتي ځواکونو ۲ ټانګونه له منځه وړي او ۵ عسکر یې وژلي او همداراز یې نن سهار په روضه سیمه کې د ۴ عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.
دا نښتې داسې مهال رامنځته کیږي چې د غزني چارواکو په دې ولایت کې د پیل شویو عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړی او په قره باغ ولسوالۍ کې یې ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې هغه څه چې طالبان یې نه مني او افواهات یې بولي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button