جرمني: یوه افغان ځوان المانۍ نجلۍ په چاقو وژلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې یو ۱۵ کلن افغان ځوان له لفظي شخړې وروسته یوه ځوانه نجلۍ په مکرر ډول څو چاقو وهلې او وژلې یې ده .
د فرانسې خبري اژانس ویلي دا پیښه تیره ورځ د کاندیل په ښار کې په یوه دکان کې رامنځته شوې.
افغان زلمی له پیښې وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ویل کیږي نجلۍ او هلک تر دې وړاندې له یو بل سره ښې اړیکې نه درلودې او له همدې کبله یې په احساساتي ډول یاده نجلۍ وژلې.
د ا په پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې څه موده وړاندې یوه بل افغان ځوان هڅه کړې وه چې یوه المانۍ نجلۍ د اوبو په یو کانال کې خپه کړي او له منځه یې یوسي، چې بریالی شوی نه و.
معلومه نه ده چې دې ځوان ته به د عمر بند او که د اعدام سزا وټاکل شي خو تر دې وړاندې یو شمیر افغانان چې د وژنو، جنسي ځورونو په تور نیول شوي د اوږدمهالي قید سزا ورکړل شوې ده



