امريکا زمونږ کلي ته مه راځه: له طالبانو سره د بندۍ خبریالي خاطرې

امان الله تاند

یووان ریډلي برتانوۍ خبریاله ده چې د طالبانو د حکومت تر سقوط مخکې (سپټمبر ۲۴مه، ۲۰۰۱) افغانستان ته له اجازې اوویزې ورکولوپرته راغلې وه. په افغانستان کې له دوو ورځو تېرولو وروسته د سپټمبر په ۲۸مه، چې کله بېرته تلله، طالبانو ونیوله. پر دې تور و چې جاسوسه ده. خو له ۱۱ ورځې بند وروسته بېرته خوشې شوه.  مېرمن ریډلي د طالبانو له بند وروسته د قرانکریم مطالعه پیل کړ او بالآخره په ۲۰۰۳ز کال کې مسلمانه شوه. تر خوشي کېدو وروسته یې «د طالبانو په منګولو کې» په نوم کتاب ولیکه. په دې کتاب کې یې د خپل ژوند خوږې او ترخې، افغانستان ته د راتګ، بند، خوشي کېدو اوپه لندن کې یې په اړه غبرګونونه لیکلي دي. 

نوټ: لاندې لیکل د یووان ريډلي د يوه ويډيویي پروګرام متن دى او يوازې مهم ټکي ترې را اخيستل شوي. په اخیر کې یې په غونډه کې د ګډونوالو خبریالانو پوښتنې او د مېرمن ریډلي ځوابونه هم شته.

ميرمن ريډلي وايي:

زه يو کلي ته ولاړم هلته زما ډېر عزت وشو او د افغانانو مهمان نوازي مې وليده ډېره ښه وه.

هلته مې يوه شل کلنه پيغله وليده د جنګ په اړه مې ترې وپوښتل هغه ويل زه ډېر غوسه يم زه به اوس يوه مسلکي ډاکتره واى د خلکو درملنه او د هغوى ژوند به مې ژغورلى واى شايد په دې جنګ کې خلک زخميان شي نو ما به يې درملنه کوله. نو ما يې د مشکل په اړه وپوښتل ويل څو کاله وړاندې طالبانو زمونږ د زده کړو مرکزونه وتړل او استادان يې په کورونو کېښنول. زه يې په اړه ډېره خفه شوم چې ناڅاپه يې ورور رادننه شو هغه هم طب وايه خو پوهنځۍ يې د مالي مشکلاتو په وجه رخصت وو يوازې ښځې نه نارينه هم له زده کړو محروم وو.

افغانې ميرمنې هلته زما خوا ته تاوېدې را تاوېدې يوې مېرمنې ما ته ډېر کتل لاسونه يې په تشو کېښودل او راغبرګه يې کړه واده دې کړى؟ ما ويل هو. ويل څو بچيان لرې؟ ما ويل يوه لور! په لاس يې محکمه ټيله را کړه زر مې ځان برابر کړ لږ پاتې وم چې غورځېدلې وم او را ته يې ويل تاسو انګريزان ايله يو بچى راوړى شئ ما ته وګوره پېنځلس بچيان به راوړم پېنځلس او ستاسو فوځيان راغلل نو ښه ډېر به زيږوم نو دا يې د ښځو خبرې وې د سړيو يې خو پرېږده!

ما ور ته وويل امريکا او فوځيان يې افغانستان ته راځي! هغې را ته کړه امريکې زمونږ کلي ته مه راځه او که راغله نو دا لرګي وينې په دې به د خپل کلي دفاع ترې وکوم ريښتيا هم هغه ښځه ډېره زړوره معلومېده.

افغانې ميرمنې را ته وويل ګوره د نيويارک حمله يوه پېښه وه مونږ هم پرې خفه يو خو پېښه وه وشوه زمونږ يې له يادې پېښې سره څه دي مونږ ولې بمباروي زه يې حيرانه کړم چې ولې ور ته ساده پېښه وايي هلته په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړ خو د افغانې ميرمنې دلايل منطقي وو.

طالبانو زه د خپلو دوه همکارانو سره چې يو د پېښور او بل د افغانستان وو ونيولم زه يې په يوې دښته کې ودرولم وېرېدم په تيږو مې ولي که څنګه؟ لږ ساعت پس يوه ډله طالبان راغلل او يوه ښځه يې له ځان سره راوسته هغې زما تلاشي واخيسته حيرانه شوم دوى (طالبانو) ولې زما تلاشي وانخيسته. زه يې د استخباراتو مرکز ته بوتلم چې دوى ته د خپل مسلک (ژورناليزم) په اړه شواهد وړاندې کړم. هغوى لږ لږ په انګلش خبرې کولى شوې ما په دې مرکز کې د نه خوړلو هوډ وکړ مګر طالبان زما په دې هوډ ډېر خواشيي کېدل هغوى به ډوډۍ را ته راوړه او ما ته به په ماته ګوډ انګلش کې ويل ته زمونږ خور يې ته زمونږ ميلمنه يې. زه ډېره خواشيني وم چې دا په کوم ظالمو خلکو اوښتي يم د وظيفې ارزښت هم نه پيژني زه يوه ژورنالسته يم. خو کله چې ما د ابوغريب او کوانتانامو زندانونو مظالم وليدل نو د الله شکر مې اداء کړ چې ښه ده چې په همدې ظالمو (طالبانو) دې اړولي وم نه په امريکايانو.

په زندان کې طالبانو زما د درملنې لپاره يو ډاکتر راوغوښت په داسې حال کې چې زه مريضه هم نه وم يو هلک چې حامد نوميد ماسره يې په انګريزۍ خبرې کولې په خوشحاله اندازه را ته ويل تاسو د ورځپاڼي په لمړى صفحه کې ياست يوه ورځپاڼه چې له جلال آباد نه نشريده زما په اړه يې څو کرښې په خپله لمړى صفحه کې کښلې وې.

طالبانو په اړه چې څه ويل کېدل هغه اکثره دروغ وو څومره به چې ما ورته سختي ښوده په مقابل کې هغوى نرمي ښوده او هغوى به را ته ويل تاسو ولې غوسه ياستئ تاسو زمونږ يوه ميلمنه او خور ياستئ.

د زندان په شپږمه ورځ را ته حامد (ترجمان) راغى په داسې حال کې چې ژبه يې وچه معلومېده او رنګ يې الوتى وو را ته يې وويل: يو کس راځي غواړي له تاسو سره ملاقات وکوي لطفاً په وړاندې يې احترام وښايئ ما ويل څوک دى؟ ويل يې: هغه يو مهم شخص دى په اړه يې احترام وښايئ!

د ملاقات لپاره يو کس راغى حامد يو خوا ته ولاړ وو د هغه کس اوږده کالي وو ښايسته ځليدونکي ږيره يې وه، لونګۍ يې په سر وه او تسبيح يې په لاس کې وې او لاندې ځمکې ته يې کتل تا به ويل چې شرميږي. دغه طالب مشر په خپل مخ کې يو نور درلود چې بهر ترې راوت ما له دې وړاندې داسې نوراني څيره کله هم نه وه ليدلې. ما په لندن کې په دې اړه خپل يو مسلمان مربي ته قيصه کوله هغه را ته ويل دا د يو پاک او ښه انسان نښه ده چې تاسو ورسره مخ شوي ياست.

هغه کس اطاق ته رادننه شو حامد ترجماني کوله او اوله پوښتنه يې دا وه دين دې څه شى دى؟ ما ويل: عيسويت. هغه ويل هو کوم ډول عيسويت؟ ما ورته ويل مونږ پروتستان يو د لندن د کليسا والا يو.

هغه موسکى شو او تسبيح يې اړولې بيا يې وپوښتل د اسلام په اړه څه فکر کوې؟ زه ډېره خوشحاله شوم په دا ډول پوښتنې ځکه د اسلام په اړه زه ډېره نه پوهېدم او هغه لږه چې پوهېږدم هغه هم حقايق نه وو ما تقريباً دوه دقيقې د اسلام په اړه معلومات وړاندې کړل او طالب مشر به موسکى وو او تسبيح يې اړولې.

طالب مشر را ته ويل اسلام يو بهترين دى ما يې خبره رد کړه نه داسې نه ده هغه به نور هم موسکى شو هغه ويل اسلام قبول کړه نو زه فکر کې شوم اوس هسې هم په زندان کې يې که يې قبول نه کړې بديل يې کاڼي دې او زه يم خو طالب مشر ته مې وويل وعده درسره کوم که له دې ځايه ولاړم حتماً به قرآن لولم او اسلام به مطالعه کوم هغه موسکى وو. را ته يې ويل ته خپل کور ته د سور صليب په يوه طياره کې روانېږي نو ما هم ځان ته مبارکي ور کړه او له خوشحالۍ مې ديوال په سوک وواهه.

مونږ کابل ته انتقال شو هلته نور بهرنيان هم بنديان وو شپږ بهرنيانې ښځې چې د عيسويت تبليغ لپاره کابل ته راغلې وې بايبل يې په لاسونو کې وو او يوه دايره يې جوړه کړې وه او هغه يې لوست ما چې هغوى وليدل ورخطا شوم که طالبان يې وويني شايد اعدام يې کړي خو وروسته مې چې قرآن مطالعه کړ نو را ته معلومه شوه چې اسلام اجازه ور کوي چې نور اديان په ازاده توګه په اسلامي سيمو کې واوسي.

کابل کې مو يو څه موده تېره کړه زما تګ په نن او سبا کې وو خو هغه نن او سبا نه وو معلوم خو په پاى کې را ته يو طالب وويل: ان شاء الله سبا به کور ته ولاړه شې! ما ور ته وويل: دا (ان شاء الله) يې څه شى وي؟ د هرې خبرې وروسته يې وايئ خو تر اوسه را پيښ نه شو! په دې شپه چې سبا يې ما ته د کور د تګ زيرى را کاوه امريکا او برطانيې پنځوس کروز ميزال راوغورځول.

زه له کابل نه تورخم ته راوستلى شوم او پاکستاني چارواکو ته يې وسپارلم هلته خبريالانو د طالبانو د چلند په اړه پوښتل ما ويل د ابوغريب او کوانتامو په شان نه وو هغوى عزت را کاوه.

چې څنګه لندن ته راورسېدم نو پاکستاني همکار را ته تيليفون وکاوه او را ته يې وويل په هغه کلي کې چې د سفر په حال کې مونږ اوسېدو هغه امريکايانو بمبار کړ. بلآخره د طالب مشر سره مې چې کومه (د قرآن مطالعه) کولو وعده کړې وه مخه کړه او د جون په دېرشمه نېټه (2003) کال د سهار په (11:30) مې کلمه طيبه ولوسته او په اسلام مشرفه شوم او په يو داسې لويه کورنۍ کې شامله شوم که د نړۍ هرې برخې ته ځم لکه خپل کور ته چې ځم او هلته زما وروڼه او خويندې وي حج ته هم ولاړم الله دې قبول کړي.

مونږ ټونيبلير ته وويل خپل ځان په جګړه کې مه ګډوه د عراق جګړه مو ور ته يادوله هغوى زمونږ دوه ميلونو خلکو رايې ته په احترام و نه کتل او لندن يې په اور کې ور کډ کړ.

ستاسو ټولو نه ډېره مننه چې زما خبرې مو واورېدې زه دلته د دې لپاره نه يم راغلې چې تاسو دې مسلمانان شئ بلکې که تاسو غواړئ چې اسلام ته راواوړئ نو خپله فايده او ګټه مو ده بغير د کوم غرض نه چې څوک يې له تاسو ولري. مننه السلام عليکم

د پروګرام د ګډون والو پوښتنې:

پوښتنه: السلام عليکم خورې! په زړه پورې خبرې مو وکړې! دلته په نيوزيلنډ کې يو زيات شمېر افغانې ميرمنې د طالبانو له لاسه را مهاجرې شوي تاسو په دغه هال کې هغو ميرمنو ته چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کړيدلي څه ځواب لرئ ځکه تاسو يوه لويديځ واله ژورنالسته يئ که د خپلو تجربو په بنياد دغه پوښتنه را ځواب کړئ؟

ميرمن ريډلي: هو ما خپله د هغو ميرمنو سره په وار وار کتلي کومې چې د طالبانو له لاسه هېواد پرېښودو ته اړ شوې وې خو حقيقت دا دى چې طالبان د تېرو او اوسنيو واکمنو نه ډېر ظالم نه وو زه له لمړي سفر وروسته څلور ځل افغانستان ته ولاړم په زندانونو وګرځېدم او هغه زندان ته هم ورغلم په کوم کې چې ما وخت تېر کړى وو هلته مې د دولس کلنو نجونو سره خبرې وکړې د هغوى د بندي کېدو جرم دا وو چې پلرونو يې د زيات عمر لرونکو سړيو ته ور کړې وې چې د دې نجونو د عمر درې يا څلور برابر د هغوى عمرونه زيات وو دوى نه غوښتل له هغوى سره ودونه وکړي له کورونو تښتېدلې وې او زندانونو کې پرتې وې ځکه هغوى کورونو ته د وېرې له وجهې نه شوې تللى. د طالبانو په وخت کې داسې نه وو هلته ډېر امن وو هيچا پر بل چا ظلم نه شو کولى.

د لږ وخت لپاره دا فکر مه کوئ چې افغانستان ته د کاميابۍ لور ته روان دئ. افغانستان د يوې لويې بدبختۍ په لوري روان دى ځکه هلته شل زره امريکايي او بهرني فوځيان پراته دي هغوى هلته هره ورځ په لسګونو خلک وژني او قتلوي يې او دا د هغه هېواد د هرې ورځې قيصي دي چې هره ورځ پکې يوازې بې ګناه خلک قتليږي.

پوښتنه: تاسو خو مسلمانه شوئ د جهاد په اړه ستاسو څه نظر دئ؟

ميرمن ريډلي: زما شخصي جهاد زما سګريټ دي زه غواړم چې سګريټ پرېږدم جهاد وايي کوښښ ته او د جهاد نور اقسام هم شته خو زما بيا دغه جهاد دى!

پوښتنه: ژورنالستان د تروريستانو (ويره اچونکو) په اړه راپورونو ورکوي دلته په نيوزيلنډ کې پرون يو ژورنالست ويل په اروپا کې دغه درې طبقې تروريستان دي هغه چې له مسلمانو ټولنو دلته راکوچيدلي دي چې کډوال يې ډېره برخه جوړوي هغه تروريستان دي. ستاسو ځواب په دې اړه څه دى تروريستان چېرته پاتې اوسيږي؟

ميرمن ريډلي: دا ډېره اسانه ده چې د تروريستانو ځاى دې معلوم شي. يو ځاى يې سپينه ماڼۍ ده، بل يې ډاونِنګ سټريټ (د مرکزي لندن يوه برخه)، او تر ټولو غټ تروريست او غټ جنګي مجرم يو اسرائيلى دى چې ايريل شيرون نوميږي.

د يوې خبريالې په حيث زه خوښوم چې د نړۍ تروريستان تاسو ته وښايم چې ځينې يوازې تروريستان ښودل شوي خو په حقيقت کې هغوى تروريستان نه دي. لکه نيلسن منډيلا چې د نړۍ يو پوه انسان وو هغه ته تروريست ويل کېده.

که له يو افغان د تروريست په اړه وپوښتنې د هغه ځواب به وي: تروريست هغه څوک دى چې پر مونږ B52 ( بي دوه پنځوس) بمونه راغورځوي او هره ورځ مونږ وژني. د يو فلسطيني ماشوم نه که وپوښتې هغه به در ته وايي چې تروريست يو فلسطينى عسکر دى چې زمونږ بې ګناه خلک وژني. که د چيچنيايي نه پوښتنه وکړې هغه به در ته ووايي چې پوټين يو تروريست دى چې پر مونږ بمونه راغورځوي او مونږ وژني. هر څوک خپل تعريفونه وايي خو د يوې خبريالې پر حيث د تروريستانو په اړه همدا خبرې صدق کوي.

که ژورنالستانو ته راشو اوس ډېر نازک وخت دى، اصل او ښه ژورنالستان پيدا کول ډېره سخته ده او هغه ډېر کم دي. ميډيا (مطبوعاتو) په نړۍ کې تر ټولو ډېر زيان او نقصان مسلمانو ټولنو ته همدوى رسولى.

پوښتنه: السلام عليکم خورې! تاسو خو خپله خبره وکړه تاسو د ښځو لپاره کار کوئ مونږ تاسو سره په دې برخه کې څنګه مرسته کولى شو؟

ميرمن ريډلي: زه خپل يو ويب پاڼه لرم (www.yvonneridley.com) که د نيوزيلنډ خلک غواړي د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کړي او همدارنګه زمونږ د کاميابۍ او نيکمرغۍ لاره دا ده چې ښځو ته تعليم ور کړو ترڅو هغه حقونه وپيژني کوم چې په نارينه وو لري او همدارنګه نارينه وو ته بايد د تعليم زمينه برابر کړو تر څو هغوى د خپلو ښځو په وړاندې خپل حقونه وپيژني.

پوښتنه: تاسو اسلام ته د راتګ وروسته خپل ژوند څنګه تېروئ؟ ورځني کارونه څنګه پرمخ ته وړئ؟ پېنځه وخته لمونځ به هم کوې، او خپلې وظيفې ته به دې هم دوام ور کوې؟ دا ځکه يو زيات شمېر ښځې په دې باور دي که اسلام ته ور واوړي له خپلو وظيفو او ورځنيو کارونو به پاتې شي! تاسو خپل ژوند څنګه ارزوئ البته له مسلمانېدو وروسته؟ مننه

ميرمن ريډلي: په ټوله کې داسې څه نه شته چې يوه مسلمانه ميرمن دې هغه وکولى شي او يو لويديځ والا ميرمن دې و نه شي کولى او برعکس. زمونږ د ټولو دا هيله وي چې په ورځ کې پېنځه وخته لمونځ اداء کړو ځينې وخت يې زه کوم او ځينې وخت له ما هم پاتې کېږي خو د يوې مسلمانې ميرمنې په حيث تل هڅه کوم چې په خپل ځان کې دا قوت پيدا کړم چې پېنځه وخته لمونځ دې وکړم. حجاب اغوستل ما له کاره نه وباسي داسې څه نه شته چې يوه ميرمنه دې و نه کولى شي هغه که هندوه، سکه، عيسوۍ او يا يهودۍ وي.

پوښتنه: زه دلته د يوې مسلمانې په حيث نه يم راغلې مګر راغلې يم ترڅو د سياست په اړه نه بلکې د مسلمانانو په اړه يو څه زده کړم. يو شى چې ما همېش متوجه کوي هغه د ځان مرګو غلطي ده، که هغه په منځني ختيځ کې کوي او که په لندن کې که په هر ځاى کې وي خو څوک چې کوي هغوى يې د مسلمان په نوم کوي. دوى دا کار څنګه توجيه کوي او څنګه جواز ور کوي؟ په داسې حال کې چې د خلکو د حفاظت خبرې هم کوي دوى خو بيخي د نړۍ کلچر بدل کړ، زما په آند دا نړيوالو لپاره يو لويه ستونزه ده چې په اړه يې بايد غبرګون وښيي!

ميرمن ريډلي: نه دا يوه ښه پوښتنه ده خو تاسو نه شئ کولى چې ټولو خلکو ته په يوه نظر وګورئ! ما دوه کاله وړاندې د ځان مرګو حملو په اړه د يو کتاب لپاره څيړنه کوله تر څو معلومه کړم چې څنګه يو ځوان تن خپل ځان دې ته تياروي چې ځان دې والوزوي. يو فلسطينى ځوان د چا پلار چې د سرطان په ناروغۍ اخته وو خو علاج يې ممکن وو، دغه ځوان چې څه کولى شو هغه دا وو چې هره ورځ له خپل کوره ووځي له سرک نه واوړي او د اسرائيلي عسکرو له تلاشى مرکز نه وړاندې يو هسپتال ته ورشي کوم چې د ده له کوره د پېنځو دقيقو په فاصله کې وو ترڅو د پلار د سرطان ناروغۍ درملنه يې وشي!

د اسرائيلو د تلاشى مرکز دې ځوان ته هسپتال ته د تګ اجازه نه ور کوله ترڅو د پلار د سرطان ناروغۍ درملنه يې پکې کړې وه کومه چې ممکنه هم وه. تاسو څه فکر کوئ؟! که دا ستاسو پلار واى او رغېدونکي سرطان ناروغي يې په مرګوني سرطان اوښتې وه او تاسو په خپلو سترګو کاته چې مړ کېږي خو دا چې خپل پلار د اسرائيلو د تلاشى له مرکزه تر هسپتال پورې د علاج په موخه ورسوئ په لاره کې اسرائيلي عسکر اجازه نه در کوي، ما په پوهنتون کې محصلين ته همدا قيصه کوله. واورئ ستاسو پلار ستاسو د سترګو په وړاندې مړ کېږي تاسو يې په اړه څه کولى شئ؟؟؟ يو محصل پکې وويل زه به ملګرو ملتونو ته په دې اړه يو څه وليکم او د اسرائيلو په دې کار به نيوکه وکړم. ما ور ته وويل: دا ډېره ښه ده اسرائيلو دوه اويا (72) نړيوال قوانين په ښکاره مات کړل او په زغرده يې ترې سرغړونې کړي ملګري ملتونه د هغو په اړه څه نه شي کولى نو ستا د پلار په اړه به څه وکوي؟! ځواب را کړئ تاسو د خپل پلار د ژوند ژغورلو په اړه څه کولى شئ؟ هغوى (محصلين) ډېر غمجن شول د ځينو له سترګو حتى اوښکې روانې شوې ځکه هغوى سوچ کاوه که په پلرونو يې دا حال را شي ريښتيا دوى يې په اړه څه کولى شي؟ دوى عصباني شول خو ځواب ور سره نه وو. بلآخره د فلسطيني ځوان پلار مړ شو ځکه درملنه يې و نه شوه. زه د فلسطيني ځوان د ځان وژنې په اړه څه نه وايم خو دغه يې د ځان وژنې داستان وو.

په چيچنيا کې حتى کونډې ښځې د ځانونو پسې بمونو تړي او ځان وژونکي حملې کوي دا ټول د خپلې دفاع لپاره، چيچنيا يو هېر شوى فلسطين دى! که تاسو د يوې چيچنايى کونډې د ژوند په اړه ولولى د هغې خاوند به د روسي عسکرو له لاسه يا ترى تم شوى وي او يا به وژل شوى وي. تېر کال (2004) کې تاسو وګورئ روسي عسکرو درې سوه (300) چيچنايي زده کوونکي بمبار کړل او ټول يې ووژل هغه پېښه څومره بوږنونکي وه او په يادې غمجنې پېښې د چيچنايي ميندو نه بغير هيچا د زړه نه و نه ژړل. يوازې په تېره لسيزه کې دوه څلويښت زره چيچنايي ماشومان د روسانو له خوا ووژل شو يوازې چيچنايان د داسې پېښو په قيمت پوهيږي.

کله چې د شراب خورو روسي عسکرو له خوا ستاسو ماشومان او ميړونه ووژل شي نو که تاسو نور هيڅ هم و نه لرئ نو خپل ځانونه به د قربانى لپاره وړاندې کړى. زه دلته د ځان مرګو لپاره کوم دليل او جواز نه لټوم بلکې حقيقت دغسې دى!

د لندن چاودنې! هغه ډېرې وړاندې نه وې مونږ پوهېدو چې هغه د غير قانوني جنګ چې مونږ پکې په خپله ور کډ شوي وو له امله وې د عراق جنګ در يادوم.

تاسو پوهېږئ! مونږ په يولسم سپتمبر، په کوم تاريخ چې له درې زرو زيات بې ګناه خلک ووژل شول، د هغو خلکو لپاره دوه دقيقې خاموشي اختيار کړه! مونږ دوه دقيقې خاموشي اختيار کړه د هغو خلکو لپاره چې په کينيا، اندونيزيا او اوس په لندن کې ووژل شول مونږ د دې ټولو خلکو لپاره دوه دقيقې خاموشي اختيار کړه. خو آيا مونږ د فلسطين، عراق، افغانستان، چيچنيا، کشمير او ازبکستان د هغو خلکو لپاره چې هيڅ جرم يې نه وو کړى او بې ګناه ووژل شول کله هم يوه دقيقه خاموشي اختيار کړه!

تاسو پوهيږئ! کله چې د سپتمبر يوولسمه پېښه منځ ته راغله يو پيغام چې په مطبوعاتو کې ډېر خپرېده هغه دا وو! يوه ميرمن کله چې پوه شوه په ياده پېښه کې مړه کېږي، موبايل يې راوويست او ويې لګوه، او د خپل کور د تيليفون شماره يې ډايل کړه او د خپل ژوند په پاى کې يې د مينې او محبت يو پيغام د خپلې کورنۍ سره شريک کړ، او همدغه پيغام په کراتو کراتو د مطبوعاتو له لارې نشرېده. اوس هم چې ما ته هغه پيغام را ياد شي نو له سترګو مې اوښکې تويږي ځکه هغې بې د بې وسۍ څومره احساس کړى وي!

خو يوازې د فلسطين يوه ميرمن چې په خپله لاسي بکسه کې موبايل نه لري، او يا د کابل يوه ميرمن چې موبايل نه لري، او يا د بصرې، بغداد، چيچنيا او کشمير ميرمن يوازې په دې خاطر چې په خپلو لاسي بکسو کې موبايل نه لري د هغوى ژوند بې اهميته کوي نه، مګر بدبختانه په دغه نا انصافه نړۍ کې په کومه کې چې مونږ ژوند کوو د يوې لويديځ وال ژوند څو چنده د يو مسلمان د ژوند نه غوره او ښه دى او د مسلمان وينه پکې ډېره ارزانه ده.

او کله چې دغسې بې انصافي وي مقاومت يې يواځينۍ ځواب کېدى شي، خو خوشبختانه د نيوزيلنډ په څير يو ځاى کې مونږ د دغسې بې انصافۍ سره مقابله ورځپاڼو ته د ليکلو، سوله ايزو حرکتونو، انتخاباتو (حق ته رايه ور کول)، يو څه کار کول، عکس العمل ښودلو له لارې کېدى شي او د انسانانو په توګه دا زمونږ د ټولو وظيفه ده چې د بې انصافۍ په مقابل کې ودرېږو. او تر اوسه د هر انسان لپاره بې انصافي شته او همدا حقيقت ده چې په نړۍ کې امن او سوله شتون نه لري.

پوښتنه: تا ولې سګريټ پرېښودل ژوند دې ډېر ساده کړ؟

ميرمن ريډلي: نه ما ژوند نه دى ساده کړى کله چې يو څوک اسلام قبول کړي په هغه ټولنه کې چې هغه اوسيږي که هغه د لويديځ په شان په هر لحاظ پرمختللې ټولنه هم وي د هغه تن ژوند په خپله ساده کېږي او د لويديځ ټول غير حقيقي خوندونه ترې پاتې کېږي. لکه زما نجونې ملګرې ما ته وايي چې زه د اسلام قبلولو وروسته ډېره خوشحاله، صحتمنده، او په خپل ځان باوري ښکارم او تر ټولو د تعجب او حيرانتيا خبره خو دا ده چې زما نجونې ملګري تر اوسه په دې باوري نه دي چې ما دې اسلام قبول کړى وي او ژورنالستانې ملګرې مې بيا را ته وايي تا اسلام د کوم تن (خاوند) پيدا کېدو لپاره قبول کړى هغوى را سره ټوکې کوي ههههه.

دا ځل يوه وړه نجلۍ پوښتنه کوي: اسلام ستا لپاره څه شى دى؟

ميرمن ريډلي: اسلام زما لپاره يو چيلنج ده او هره ورځ د دې چيلنج سره مخ کېږم چې خوشبيني پکې وي او کوښښ کوم چې يوه صحيح مسلمانه را څخه جوړه شي زما لپاره دعا وغواړئ چې همداسې شم. ډېره مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button