حزب اسلامي: راتلونکو څو ورځو کې به ۹۰ بنديان خوشې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۷) د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر يوه غړي فضل غني حقمل رسنيو ته ويلي، حکومت د هغو نوي زندانيانو ليست د دغه ګوند عدلي او قضايي کمېسیون ته سپارلی، چې په راتلونکي کې به د دولت له زندانونو خوشې شي.

نوموړی وايي، دغه زندانيان به د پلچرخي او بګرام له زندانونو په لنډو ورځو کې ازاد شي.

د سرچينې په وينا، د دغه ګوند مشر د بنديانو د خوشې کولو پروسه له نږدې څاري او په ازادولو کې يې هلې ځلې کوي.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې شاوخوا يونيم کال پوره کېږي، خو لا هم د دغې ډلې سلګونه بنديان د دولت په زندانونو کې پراته دي.

څو ورځې مخکې د حزب اسلامي د عدلي او قضاي کمېسيون مشر قاضي عبدالحق فقيري وويل: ځينې حکومتي کړۍ په لوی لاس د سولې پر ځای جګړې ته لمن وهي او د حزب او دولت تر منځ د سولې د هوکړې په عملي کولو کې خنډونه رامنځته کوي.

د دغه ګوند يو شمېر غړو تر دې وړاندې ویلي و، نه یواځې دا چې بندیان یې نه راخوشې کېږي، بلکې لا هم نیول کیږي، ځورول کیږي او په وينا يې چې دولت ورسره په کړيو ژمنو کې يوه هم نه ده عملي کړې.

حزب اسلامي ادعا کوي، چې د حکومت په بېلابېلو زندانونو کې يې سلګونه بنديان پراته دي، خو د سولې له تړون وروسته د دغه ګوند يواځې ۵۵ زندانيان د روان کال په غويي مياشت کې خوشې شوي او نور لا هم په زندانونو کې شپې سبا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button