کابل: د داعشي ملیشو په برید کې ۴۰ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډیر ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)

نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کابل په لویدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه د ‹‹افغاغږ آوا›› خبري اژانس او د ‹‹تبیان›› په نامه د څیړنیزو او سیاسي علومو پر یوه مرکز برید وشو.
برید چې څو ګړۍ یې دوام وکړ په ترڅ کې یې لسګونو عام وګړو، ژورنالیستانو اود تبیان مرکز زدکړیالانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د صدای افغان آژانس ویبپاڼې د راپور په استناد؛ برید داسې مهال ترسره شو چې په یاد مرکز کې د جدي ۶ په اړه غونډه روانه وه.


د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې لومړنۍ چاودنه دیو سرتیري بریدګر له خوا تر سره شوه او وروستنۍ دوه چاودنې د ځای پرځای شویو ماینونو له امله وې.
نجیب دانش ویلي چې د دې برید قربانیان زیاتره ولسي وګړي دي او په خبره یې چې په برید کې تر ۷۰ ډیر کسان وژل شوي او ټپیان دي.


پر همدې مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې په برید کې تر ۴۰ ډیر کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.
د افغان غږ آژانس مسؤل سید حسن حسیني په وینا د برید زیاتره قربانیان هغه کسان و، چې د تبیان څیړنیز مرکز کې د جدي ۶ اړوند غونډې ته رابلل شوي و.
د افغان غږ یو خبریال چې په سیمه کې موجود و، ویلي؛ تبیان مرکز ته راغلي ټول کسان یا وژل شوي او یا هم سخت ټپیان دي.

ح
دخبریال په وینا؛ دریمه چاودنه داسې مهال ترسره شوه چې له سیمې څخه دچاودنې قربانیان انتقالیدل او ښایي د تلفاتو شمیره له هغو ارقامو ډیره لوړه وي چې د کورنیو چارو وزارت ښوودلي.


طالبانو ویلي چې دوی په دې ډول حملو کې هیڅ لاس نه لري او په یوه اعلامیه کې یې ویلي ‹‹ د کابل ښار پل سوخته سیمه کې د نن ورځې برید مجاهدینو پورې اړه نه لري، ویل کیږي چې په دې برید کې د یوې رسنۍ مرکز او یوه تعلیمي اداره تر هدف لاندې نیول شوي، د اسلامي امارت مجاهدین د یادو ځایونو په اړه خورا محتاط دی او داسې کار کله هم نه کوي.››

داعش ډلې د ننیو بریدونو مسؤلیت منلی او د لسګونو شیعه ګانو د وژلو ادعا یې کړې.
افغان چارواکو، ناټو ځواکونو او ګڼو اړخونو دا حمله په سختو ټکو غندلې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم دې ډلې په کابل کې د ملي امنیت پر یو دفتر موټربم برید ترسره کړی و.
دا لومړی ځل نه دی چې داعشیان په پلازمینه کابل د داسې لوی قتل عام هڅه کوي بلکه تر وړاندې یې هم په ځلونو په کابل، هرات او نورو ولایتونو کې د شیعه ګانو په جوماتونو ډلییز بریدونه ترسره کړي او سلګونوشیعه افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د شنونکو په باور، دا ډله دسیمې د استخباراتي کړیو په اشاره او لارښونه هڅه کوي په افغانستان کې د مذهبي شخړو اور تازه کړي نو له همدې کبله په پوره توان سره هڅه کوي تر څو په دې ډول بریدونو سره شیعه ګان د سني افغانانو پرضد راوپاروي او خپل منځي جګړو ته لار هواره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button