هرات: د طالبانو په تکتیکي چاودنه ۶ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې دهرات په هوایي ډګر کې دبهرنیانو په میشت ځایونو کې چاودنه رامنځته شوې .
سرچینې وایي چاودنه د امریکایي ځواکونو په یوه استخباراتي مرکز کې شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې؛ چاودنه یې په هوایي ډګر کې د امریکا داستخباراتي مرکز دننه په تکتیکي بڼه تر سره کړې.
احمدي ویلي په دې برید کې یې ۲ امریکایان وژلي او ۴ ټپیان دي.
احمدي زیاتوي په برید کې امریکایانو ته لوی مالي زیان هم رسیدلی دی.
د نوموړي په خبره؛ یادمرکز له تېرو ۱۵ کالو راهیسي په سیمه کې فعالیت درلود
د ایساف ځواکونو د دې پیښې اړوند تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی .
د امریکایانو د نوې پالیسي تر مخه؛ ترهغو پورې د امریکایي عسکرو د مرګ ژوبلې معلومات نه ابلاغیږي ترڅو یې چې کورنۍ ورباندې خبره شوې نه وي.
همداراز امریکایان د هغو بریدونو چې افغان عسکر یې ورباندې ترسره کړي یا هم په تکتیکي او توغندویزو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات تر ډیره پټ ساتي.



